1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو مرکزونو (انکر) څه ډول دي؟

۱۳۹۷ مرداد ۱۸, پنجشنبه

په آلمان کې د مهاجرو د نويو مرکزونو (انکر) له جوړيدو څخه موخه، د مهاجرو دوسيو ته په چټکۍ او ښه توګه رسيدګي ښودل شوې ده. خو کارپوهان د دغې پروژې په اړه چې په بايرن ايالت کې په ازمایښتي توګه پيل شوې، انتقادي نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/32t8P
Deutschland Ankerzentren in Bayern gehen in Betrieb
انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

دغو مرکزونو ته د «انکر» نوم ولې ورکړل شوی دی؟

د (Ankerzenter) په نوم مرکزونو د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د آلمان په بایرن ایالت کې خپل کار پیل کړی دی. د انکر (ANKER) کلمه په اصل کې د څو آلماني کلمو د لومړيو تورو يا حروفو څخه جوړه شوې ده. دغه آلماني کلمې په لاندې ډول دي: (Ankunft) د رسيدو، ((Kommunale Verteilung يعنې په سيمه کې د ویشلو، (Entscheidung) تصميم نيولو او (Rückführung) چې د بيرته ستنولو په معنی ده. په دې معنی چې په انکر يا په دغو نوو مرکزونو کې به د مهاجرو د «نوم ليکنې، د درخواستونو په اړه تصميم نيولو، پر سيمو باندې د ويشلو او د هغوی د بيرته استولو» چارې ترسره کيږي.

په پام کې ده چې پناه غوښتنې ته د رسيدګۍ په برخه کې ټول لازم اقدامات په همدې مرکزونو کې ترسره شي. کومې ادارې چې د پناه غوښتنې په چارو کې کار کوي، د هغو ټولو ادار شعبې به په همدې مرکزونو کې شتون ولرې. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره، د آلمان د کار آژانس، د ځوانانو چارو ته د رسيدګۍ اداره، د حقوقي چارو او بهرنيو اتباعو ته د رسيدګۍ ادارې مسئول به په دغو مرکزونو کې خپل دفترونه لري. داسې تمه کيږي چې په دې کار سره به د پناه غوښتونکو درخواستونو ته د رسيدګۍ چارې ګړندۍ شي.

د پناه غوښتونکو دوسيو ته د رسيدګي بهير تر اوسه په څه ډول وو؟

د دې له پاره چې د يوه پناه غوښتونکې د پناه غوښتنې چارې پيل شي، تر ټولو د مخه لازمه دا ده چې هر پناه غوښتونکی چې کله آلمان ته داخليږي، بايد په لومړي قدم کې په يوه دولتي اداره يا مرکز کې ځان راجستر کړي. دغه ادارې کیدی شي د سرحدي پوليسو اداره وي، بهرنيو اتباعو ته د رسيدګۍ چارو اداره او يا هم د مهاجرو د اوسيدو مرکزونه وي. وروسته له هغې چې مهاجر راجستر شي، بيا ورته په يوه کمپ کې د اوسيدو ځای ورکول کيږي. دوې تر هغه وخته چې د پناه غوښتنې درخواست ته يې رسيدګي کيږي، په دغه کمپ کې پاتې کيږي.

Bayerisches Transitzentrum - mögliches Ankerzentrum
پناه غوښتونکي اړ دي چې د پناه غوښتنې د چارو تر بشپړيدو پورې په دغو مرکزونو کې پاتې وي.انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

د انکر او نورو مرکزونو او ادارو ترمنځ توپير په څه کې دی؟

په پام کې ده چې د پناه غوښتنې ټولې چارې البته تر وروستي پړاوه پورې يې په همدې انکر يا مرکزونو کې ترسره شي. او تر هغې چې د يوه پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې چارې ادامه لري، هغهخو دغه بهير ډير وخت نيسې چې په احتمالي توګه کيدای شي مهاجر له يوه، آن تر دوو کلونو پورې په دغو مرکزونو کې پاتې شي.

خو کارپوهان د دغو مرکزونو پر جوړيدو نیوکې کوي، وجه یې څه ده؟

د مهاجرت په چارو کې د ګوتينګن پوهنتون څيړونکو په دغه ډول مرکزونو کې د ژوند کولو د احتمالي تاثيراتو په اړه تحقيقات تر سره کړي دي. هغوی غوښتل په دې پوهه شي چې په دا ډول يوه ګډ ځای کې د ډيرو کسانو مشترک ژوند کول څه ډول دی؟ د کمپ د اوسيدونکو ترمنځ د يو او بل پر وړاندې څه ډول تغييرات رامنځ ته کيږي؟ د کومو ستونزو د رامنځ ته کيدو څخه بايد مخنيوی وشي؟ او کومې ستونزې د اجتناب وړ نه دي؟

کارپوهان په دې باور دي چې په دغه شان مرکزونو کې مهاجر په انزوا کې پاتې کيږي او دا په خپله د دې لامل کيږي چې دوی په ټولنه کې د ادغام له شرايطو او امکاناتو بې برخي کوي او په عین وخت کې دوی له لوړو روحي او رواني فشارونو سره مخامخ کوي. څیړونکي وايي دغه فشارونه او نيمګړتياوې بلاخره کولای شي خپله د مرکزونو مسئولان هم تر فشارونو لاندې راولي. دوی دغه راز دا خبره هم نه مني چې په دغو مرکزونو کې به د پناه غوښتنې چارې ګړندۍ شي. د دغه تحقيق د ليکوالانو له ډلې څخه زبينه هس، وايي چې په انکر يا دغو نوو مرکزونو کې د دې امکان نه شته چې د پناه غوښتونکو دوسيې دې په لا ښه انساني توګه په چټکۍ سره وارزول شي.

 تر دې مخکې څه مشکلات موجود وو او اوس څه تغييرات رامنځ ته شوي دي؟

له ۲۰۱۵م کال راهيسې چې آلمان کې د مهاجرو په شمير کې د پام وړ لوړوالی راغلی، ورسره جوخت په دغه هيواد کې د پناه غوښتنې چارو ته هم پاملرنه زياته شوې ده. د دې کار په نتيجه کې د ډيرو ګډوډيو مخه نيول شوې ده. د بيلګې په توګه اوس د آلمان د مهاجرت په اداره کې د مهاجرو نوم ليکنه او د بهرنيانو له خوا د معلوماتو د ورکړې سيستم ديجتالي شوی دی. کله چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې د مهاجرو شمير په یوه وار ډير لوړ شو نو د آلمان د مهاجرت اداره يې تر سختو فشارونو لاندې راوسته چې له امله يې د يوه پناه غوښتونکې د پناه غوښتنې چارو ته رسيدګۍ ډير زيات وخت نيوه.

خو اوس مهاجر د (EASY – System) په نوم د سیستم له لارې د آلمان پر ايالتونو ويشل کيږي. په دې ترتيب نو کله چې دوي په لومړي ځل په آلمان کې راجستر کيږي، امکان يې شته چې بيا وروسته يو مطلق متفاوت ایالت ته واستول شي.

د آلمان د مهاجرت اداره د پناه غوښتونکو دوسيو ته د رسيدګۍ مسئوله ده. خو د مهاجرو د هستوګنځايونو او سرپرستي مسئله، نه يوازې په ايالتونو، بلکې په ناحيو کې هم سره توپير کوي. خو تر اوسه په ټول آلمان کې د مهاجرو چارو ته د رسیدګۍ مرکزونو او سرپناوو له پاره لږ تر لږه يو واحد معيار او همغږې شوې پروسه او قوانين شتون نه لري.  

څه فکر کوئ چې انکر يا نوي مرکزونه به ستونزې حل کړي؟

د څیړونکو په آند دا ستونزې په بايرن ايالت کې د انکر جوړونې پروژې په پیلولو سره نه حليږي. کارپوهان وايي، په اصل کې د دغې پروژې مقصد دا دی تر څو هغه مهاجر چې غواړي آلمان ته راشي ويرولي یي وي. خو د مهاجرو دوسيو ته د رسيدګۍ سيستم به د دغو مرکزونو په جوړيدو سره ښه نه شي. خو د څیړونکو له دغو ټولو ارزونو سره سره، د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر بيا د دغه ډول ډيرو مرکزونو د جوړيدو غوښتونکی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!