1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د جعلي ودولو ډله نیول شوې ده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د پولیسو د چاپو پرمهال د انساني قاچاقبرانو یوه داسې ډله نیول شوې ده چې د ویټنام مهاجرو ته جعلي ودونه جوړول. پولیسو ویلي دي چې پلټني روانې دي او کورونه لا هم تلاښي کیږي.

https://p.dw.com/p/2xnx3
München Polizei Notarzt Messer-Attacke
انځور: Reuters/M.Dalder

په برلین کې د پولیسو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د مې میاشتې ۱۵ نیټه) ویلي ول چې د انساني قاچاقبرانو درې مرکزي شکمنې شبکې يې نیولي دي او اوس هم په ډيرو کورنو کې پلټني رواني دي.

د برلین پولیسو د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د آلمان د فدرالي او ایالتي پولیسو شاوخوا ۲۰۰ افسرانو په دې چاڼیزو عملیاتو کې برخه اخیستې ده. په ټویټر کې ویل شوي دي چې دغه عملیات د سه شنبې ورځې په سهار پیل شوي دي.

د برلین د پولیسو د ویاند په حواله د عملیاتو په ترڅ کې د برلین ښار په شرقي څنډه کې۲۰ کورونه پلټل شوي دي. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې شک کیږي چې دغو کسانو د ویتنام مهاجرو ته په ډنمارک کې جعلي ودونه کول. د پولیسو ویاند همدا راز ويلي دي چې په ډنمارک کې په ښکاره توګه تر جعلي ودونو وروسته به دغو مهاجرو آلمان ته په راتګ سره طلاق اخیست.

پولیسو په دې هکله ویلي دي چې له ویتنامي او آلماني وګړو څخه جوړه دغه ډله لس غړي لري. په نیول شوو کسانو کې دوه ويټناميان او یوه آلمانۍ شامل دي. د عملیاتو په ترڅ کې ځيني جعلي اسناد هم ترلاسه شوي چې په اړه یې څیړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ډنمارک کې واده کول او بیا وروسته په آلمان کې د پاتېدو په بدل کې به دغو مهاجرو څو زره یورو مصرف کولې. پولیسو ویلي دي چې د جعلي ودونو د لسو پیښو په هکله کره شواهد په لاس کې لري. پولیسو ويلي دي چې د ولدیت پنځه جعلي سرتیفیکتونه هم کشف او ضبط شوي دي.