1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو ضد ګوند بريا به مهاجرو ته خطر پيښ کړي؟

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

د آلمان په پارلماني ټاکنو کې د «آلمان له پاره بديل» ګوند بريا به د مهاجرو له پاره څه خطرونه ولري؟ دغه ګوند چې د مهاجرو ضد سياست تعقيبوي اوس يې غړي پارلمان ته ځي.

https://p.dw.com/p/2knF9
Demonstration gegen AfD
انځور: DW/B. Gräßler

د مهاجرت مخالف ښی اړخی يا «د آلمان له پاره بديل» ګوند(اې.اف.دې) حتې د سپتمبر ۲۴نېټې د ټاکنو د پايلو پر اساس د آلمان مرکزي پارلمان يا بونديستګ ته کامياب شوي دي. له دوهمې نړېوالې جګړې راوروسته دا لومړۍ ځل دی چې په آلمان کې يو سخت دريځه ښی اړخی ګوند د دغه هيواد پارلمان ته لاره پيدا کوي.

که څه هم په دغو ټاکنو کې د انګلا ميرکل ګوند (مسيځي ديموکرات او مسيحي سوسيال اتحاد) تر ټولو ګوندونو مخکې دی، خو سربيره پر دې پارلمان ته د (اې.اف.دې) بريا، د آلمان په سياسي ډګر کې د خطر يو زنګ دی.

د (اې.اف.دې) د سياسي تګلارې له مخې دا لا څرګنده نه ده چې دغه ګوند به په راتلونکې کې د څه ډول يو آلمان غوښتونکی دی او په دغه هيواد کې د ميشتو مهاجرو په اړه به څه دريځ غوره کوي. د دغه ګوند د سياست له مخې له «مختلفو دودونو څخه جوړه آلمانۍ ټولنه د دغه هيواد امنيت او فرهنګ له پاره يو لوی خطر دی». د سياسي چارو يو شمير کارپوهان په دې باور دي چې په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی دغه سیاسي ګوند به د اوږدمهال له پاره په خپل سياست کې ناکام وي.

له اروپايي اتحاد څخه تر اسلام او مهاجرت پوري مخالفت

اول وار کله چې دغه ګوند د رايو ورکونکو تر حده ورسيد، د اروپايي اتحاديې د پولي واحد يورو پر وړاندې يې خپل مخالفت اعلان کړ. د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې هم دغه ګوند د «مخکيني آلمان» شعار ورکاوه او د اروپايي اتحاديې مخالف وو.

د آلمان د قانون له مخې په پارلماني انتخاباتو کې هر ګډونوال ګوند بايد پارلمان ته د داخليدو له پاره لږ ترلږه ۵ سلنه رايې وګټي. خو د «آلمان له پاره بديل» (اې.اف.دې) ګوند په تير ځل انتخاباتو کې د ۴ اعشاريه ۷ سلنې رايو په ترلاسه کولو دغه معيار پوره نه کړ او بريالی نه شو چې د آلمان پارلمان ته ننوځي.

«اې.ايف.دې» ګوند تر خپل تاسيس کيدو وروسته د رهبرۍ په برخه کې هم له بحران سره مخامخ پاته شوی دی. په پارلماني انتخاباتو کې تر بريا وروسته هم د دغه ګوند مرستياله مشره فراوکه پيترې له ګوند څخه د وتلو اعلان وکړه.

د «آلمان له پاره بديل» ګوند په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې هغه وخت چې د اروپا د مهاجرت کړکيچ پيل شو په خپل سياست کې بدلون راوست او د مهاجر او اسلام ضد سياست يې غوره کړ. په اوسنۍ انتخاباتو کې د دغه ګوند د بريا يو ستر لامل هم همدا سياست ګڼل کيږي.

ميرکل او د هغې يو ميليون ناراضه پلويان

د سياسي مبصرينو په وينا، د انګلا ميرکل د مهاجر خوښونکي سياست له امله له هغې څخه ناراضه شوي نژدې يو ميليون کسان چې مخکي يې ميرکل ته رای ورکړي وې، دا ځل يې (اې.ايف.دې) ته خپلې رايې ورکړې.

د (اې.اف.دې) عوامپاله ګوند وروستۍ بريا، د دغه ګوند د احساساتو او جذباتو پارولو سبب شوه، خو د منتقدينو په آند احساسات او عواطف په عمل کې ثابتيداي شي، ځکه سياست پر احساساتو او جذباتو نه، بلکي پر فکر او تدبير مخته وړل کيږي. هاخوا ميرکل هم پر دې ټينګار کوي چې هغه به د خپل سياست پر اساس د خپلو ناراضو پلويانو د بيرته راګرځولو په موخه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي، تر څو يې د هغوی اعتماد بيرته ترلاسه کړی وي.

لنډمهاله خوشالي؟

که څه هم اوس (اې.اف.دې) ګوند خپلې بريا او خوشاليانې لمانځي، خو د دې امکان هم شته چې دغه خوشالۍ به ډیر وخت پاتې نه شي. د دې يو ستر دليل دا ګڼل کيږي چې دغه ګوند په آلمان کې د يو ستر اپوزيسيون خوبونه ليدل، خو کله چې د دويم مخکښ ګوند (ايس.پې.ډې) مشر، مارتين شولتڅ په راتلونکې حکومت کې د اپوزيسيون اختيارولو اعلان وکړ، (اې.اف.دې) ورسره يو څه شا ته ووهل شو.

په دې کې هيڅ شک نشته چې (اې.اف.دې) به په حاضر وخت کې د آلمان په پارلمان کې د نورو سياسي ګوندونو په پرتله زيات رول ولري. د دغه ګوند مشر الکساندر ګاولند ويلي دي چې دی به هڅه وکړي چې په پارلمان کې د انګلا ميرکل د مهاجرت پر سیاست تحقيقات وکړي. دی وايي چې هغه به اوس آلمانانو ته بيرته خپل آلمان راولي.

مهاجرو له پاره د نه خطر احساس

د «آلمان له پاره بديل» (اې.اف.دې) گونه اوس د آلمان په مرکزي پارلمان يا بونديستګ کې دريم ستر سياسي ځواک دی، خو يوه پوښتنه چې پيدا کیږي هغه دا ده چې آيا د دغه ګوند رهبري به پر خپل سياسي دريځ همدا شان ولاړ پاته شي که نه؟ په دې اړه تيرې په ځانګړې توګه د نوې اروپا تجربې ښيي چې عوامپاله ګوندونه په خپلو سياستونو کې ډير عمر نه دی لرلی او د هغې په رهبرۍ کې د موجوده اختلافاتو له امله دوی سره پاشل شوي دي. دغو ټولو حالاتو ته په کتو، ویل کيدای شي چې د آلمان پارلمان ته د (اې. اف.دې) ګوند بريا به د مهاجرو له پاره کومه ستونزه راولاړه نه کړي.