1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوې عیسوۍ افغانې د قتل په تور د تورن افغان محکمه پیل شوه

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

د آلمان د بایرن ایالت په تراناشتاینر ښار کې د یوه افغان مهاجر محاکمه پیل شوه. څاروالۍ دغه ۳۰ کلن سړی د یوې افغانې ښځې پر وژنې تورن کړی چې خپل دين یې بدل او عیسويت یې قبول کړی وو.

https://p.dw.com/p/2rO9W
Mordprozess Traunstein Muslim ersticht konvertierte Frau
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

دغه ۳۸ کلنه ښځه د څلورو ماشومانو مور وه چې د ۲۰۱۷ م کال په اپریل میاشت کې د دغه سړي په وسیله ووژل شوه. د تورن کس پر ضد دعوی کې لیکل شوي دي چې د قتل انګیزه په ځانګړي ډول د کرکې وړ ده، ځکه مخکې تر دې وژل شوي ښځې له دې پوښتنه کړې وه چې آیا هغه هم غواړي د عیسویت دين قبول کړي؟

د اتهام نامې د متن په اساس د ښځې دې غوښتنې هغه تر سخت روحي فشار لاندې را وستلی وو، ځکه د هغې دا غوښتنه د یوه مسلمان په توګه د هغه له عقیدې سره مخالف وو.

کله چې یاد افغان خپله دغه هیوادواله د «پرېېن» په سیمه کې په تصادفي ډول یوه پلورنځي ته نږدې د خریدارۍ پر مهال لیدلې وه، په هم هغه وخت کې یې پریکړه کړې وه چې هغه به ووژني.

تورن شخص پخپلو څرګندونو کې ویلي دي چې وروسته بیا هغه له دغه پلورنځي څخه ۵۰۰ متره لیري خپل استوګنځای ته لاړه او په داسې حال کې چې چاړه یا چاقو ورسره وو پر بایسیکل بیرته راستون شو او د دغې مقتولې راتګ ته یې انتظار وکړ. وروسته یې دغه ښځه د دې د دوو ماشومانو (یو یې پنځه او بل یې ۱۱ کلن) په مخ کې ۱۶ واره په چاقو ووهله. دغې میرمنې روغتون ته د انتقالیدو پر مهال سا ورکړه.  

دغې وژل شوې ښځې د ۲۰۱۱ کال راهیسې په آلمان کې ژوند کاوه. ویل کیږي چې هغې دوه کاله مخکې تر دې په افغانستان کې د عیسویت دین قبول کړی وو او د «پريين» د سیمې په یوه کلیسایې ټولنه کې فعاله وه.

که څه هم دغه ۳۰ کلن افغان پولیسو ته د دغې ښځې پر وژنې اعتراف کړی وو، خو د قتل د انګیزې په اړه یې څه نه وو ویلي.

هغه له ۲۰۱۳  کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او د پناهندګۍ د غوښتنلیک تر ردیدو وروسته، د ۲۰۱۶ م کال په وروستیو کې څو واره په رواني کلینيک کې تر درملنې لاندې وو.