1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ډیرو پناه غوښتونکو دوسیې څیړلې دي

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا (بامف) تر شپږو میاشتو هڅو وروسته توانیدلې ده چې په آلمان کې د مهاجرو د څیړل شویو دوسیو شمیر تر۱۰۰ زرو راتیټ کړي. تیر کال د دغه ډول دوسیو شمیر نزدې ۵۷۹ زره وو.

https://p.dw.com/p/2lgfB
Bundesamts für Migration und Flüchtlinge Entscheider
انځور: picture alliance/dpa/F. von Erichsen

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالې ادارې یا بامف ویلي دي چې د پناه غوښتونکو د نه څیړل شویو دوسیو شمیر تر ۱۰۰زرو کم شوی دی. د دغې ادارې په خبره د روان کال د سپتمبر میاشتې په پای کې د دغو دوسیو شمېر ۹۹ زره او ۳۳۴ ته راکښته شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د تیرکال د سپتمبر میاشتې په پای کې د پناه غوښتونکو د هغو دوسیو شمیر چې نه وې څیړل شوې، ۵۷۹ زره وو. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې آلمان ته د ډیرو مهاجرو د رسیدو له کبله، بامف ادارې ته د کډوالو ډیري دوسیې پرتې وې.

دغې ادارې تر ډیرو هڅو وروسته د نویو پناه غوښتونکو دوسیې وڅیړلې خو بیا هم ۲۰۱۷م کال ته له نورو کلونو څخه ۴۳۰ زره دوسيې راغلي. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالې ادارې مشر یوتا کورت، په وروستیو وختونو کې ویلي دي چې د نه څیړل شویو دوسیو شمیر به تر۵۰ زرو هم ټیټ کړي.

له څو میاشتو راهیسې آلمان ته د نویو رسیدونکو کډوالو شمیر هم لږ شوی دی. د روان کال په سپتمبر میاشت کې دې هیواد ته شاوخوا ۱۴ زره او ۶۸۸ تنه نوې کډوال رسیدلي دي. دغه شمیر بیا په اګست میاشت کې ۱۶ زره او ۳۱۲ تنه ول.

ویل کیږي چې په وروستیو وختونو کې ډیر مهاجر د سوریې او عراق له هیوادونو څخه آلمان ته راځي. د روان کال له پیل راهیسې بیا د سپتمبر میاشتي تر پایه پوري آلمان ته ۱۴۰ نوي مهاجر رسیدلي دي. په دې موده کې تر سوریایانو او عراقیانو وروسته، افغانان آلمان ته د رسیدونکو کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

زموږ له ارشيف څخه: