1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ښوونکو د زړوکې پر سرولو نا څرګند وضعیت

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د مسلمانو ښځينه ښوونکو له خوا د پوړني پر سرولو موضوع، په آلمان کې په یو دوامداره بحث اوښتې ده. اوس په برلين کې قاضیانو د یوې ښوونکۍ په اړه پریکړه کړې چې هغه نه شي کولی له پوړني سره تدريس وکړي.

https://p.dw.com/p/2xUdU
Berlin Prozess Kopftuchverbot in Schule | Zeynep Cetin, Netzwerk gegen Diskriminierung und Islamfeindlichkeit
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

په حقیقت کې خو دا ډیره ساده خبره ده چې آیا په تعلیمي موسیساتو کې د مذهبي سمبول د ښکاره کولو او اغوستلو اجازه شته او که نه؟ د بیلګې په توګه په فرانسه کې په دې اړه ډير سخت، خو واضح مقررات موجود دي. په دې هیواد کې مسلمانې ښوونکي او زده کونکې اجازه نه لري چې د ښوونځي په انګړ یا چاپيریال کې پوړنی پر سر کړې، همدارنګه یهودان نه شي کولی خپله کپي یا خوله پر سر او عیسویان د صلیب سمبول له ځان سره ولیږدوي.

البته په آلمان کې په دې اړه وضعیت ناڅرګند دی. د آلمان د اساسي قانون له مخکې حکومت او مذهب یو له بله جلا دي. یو څوک چې د یوې ښوونکي په توګه د دولت استازیتوب کوي– د مذهب آزادي یې اساسي حق دی، او د مذهبي تبعیض له امله عامه ادارو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره توپيري چلند منع کړای شوی دی.

د بیلګې په توګه د ښوونکي د مذهب د آزادۍ حق کیدای شې د زده کوونکې له هغه حق سره پرتله شي؛ چې د مذهبي سیمبول په ډول د پوړني پر سرولو له امله نه شې کیدای چې یوه زده کوونکې له ښوونځي څخه منع شي. همدارنګه په عملي ډګر کې بیا د آلمان هر ایالت د مکاتبو له پاره خپل جلا سیاست یا مقررارت لري.

په ایالتونو کې تعلیمي سیاست توپير کوي

په نورد راین- وستفالن ایالت کې هر یو مورد په جلا ډول ارزول کیږي چې «آیا له مذهبي سمبولو څخه استفاده د بې پریتوب له مکلفیت څخه سرغړونه یا هم د درناوي مکلفیت او بې اعتمادئ چلند په توګه توجه کیږي».

بی طرفۍ ته ژمنتیا، د تعلیمي ادارو د ایالتي سیاست په قانون کې تنظیمیږي. د دې قانون له مخې ښوونکي اجازه نه لري چې سیاسي، مذهبي، ایډیالوژیکې او یا ورته نوري انګیزې رامنځته کړي، چې د زده کوونکو همدارنګه د هغوي د مور پلار او د ښوونځي د سولې په باب د دوی سیاسي، مذهبي او ایډیالوژیکي بی طرفۍ ته زیان ورسوي.

برعکس په برلين کې: د دغه ایالت د بی طرفۍ سیاست یا طبیعي والي له امله هیڅ یوه ښوونکۍ له پوړني سره په عامه تعلمي موسیساتو کې شتون د نه لري. د برلين د معارف وزیره زندرا شیرس، په دې اړه وایې: «ځکه اوس د برلین په ښوونځیو کې ډير مذاهب او ایډیالوژۍ یو بل سره مخامخ کیږي. دا مهمه ده چې ښوونکي له بی طرفۍ سره صنف ته ننوزي. کله چې زه خپل مخې ته یوه ښوونکۍ له پوړني سره ووینم، دا طبیعي یا بی طرفي نه ده».

په همدې دليل د برلين د کار محکمې اوس د لومړۍ بیلګې په توګه یوه مسلمانه ښوونکې رد کړه. دغې ښوونکي د ایالت پر ضد اقامه دعوی وکړه، ځکه هغې غوښتل چې له پوړني سره په لومړني یا ابتدایه ښوونځي کې تدریس وکړي. محکمې پریکړه وکړه چې په دغه ایالت کې د بی طرفۍ نافذه قانون د دغه هیواد له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دی.

نوموړي ښوونکي مخکې تر دې چې عریضه وکړي دا یې منلې وه چې د بی طرفۍ قانون پيژني.