1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کم عمره پناه غوښتونکي کلنی لګښت څومره دی؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

په آلمان کې د هغه شمير کم عمره مهاجرو منل چې پرته له کورنيو دې هیواد ته رارسیږي کلنی او اوسط لګښت یې پنځوس زره یورو ته رسیږي. ایالتونه د کمې بودجې موضوع مطرح کوي.

https://p.dw.com/p/2sWWf
Deutschland Flüchtlinge Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان په ايالتونو کې پر هغه شمير ځوانانو او کم عمره پناه غوښتونکو چې په یوازې سر او له کورنیو پرته راغلي وي ډيرې پيسې لګول کیږي. د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د بیلا بیلو ایالتونو له چارواکو څخه پوښتنې کړې دي او دغه لګښت په کال په اوسط ډول ۵۰ زره یورو ښيي.

تر ټولو شفاف ارقام  په ۲۰۱۷ کال کې د شلويګ هولشتاين ايالت دي، چې په ټوليزه توګه د کم عمره پناه غوښتونکو د پالنې او ساتنې له پاره يې ۱۰۵ ميلونه او دوه سوه زره يورو لګولي دي. د کيل ښار د ټولنيزو چارو اداره وايي چې په دغه کال کې ۱۷۹۵ نابالغه او جګړه ځپلې تنکي ځوانان منل شوي، چې له دې ډلې څخه ۷۷۵ تنه يې د کال په اوږدو کې قانوني سن ته رسیدلي. په مجموعي ډول په آلمان کې د دغو پناه غوښتونکو کلنی اوسط لګښت ۵۰ زره یورو دی، خو په شلسویګ هولشتاين کې چې د آلمان په شمال کې موقعیت لری، دغه لګښت بيا ۵۸۶۰۰ یورو ته رسیږي.

د آلمان په دوو نورو ايالتونو زاکسن او نيدرزاکسن کې دغه لګښت بيا ۵۴ زره یورو ته رسیږی. په تورينګين کې ۴۹ زره او په براندنبورګ کې بیا۴۰ زره یورو وو. دغه ارقام د ټولو هغو لګښتونو څخه چې د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر میاشتې تر ۱۳مې نیټې پورې ثبت شوي په لاس راغلي دي.

د آلمان په نورو ایالتونو کې نوي او دقیق ارقام په لاس کې نه شته. په ډیرو مواردو کې ډیر شمیر لګښتونه نه دي فهرست شوي. يوازینی ايالت چې ټول لګښتونه يې فهرست کړي شلسویګ هولشتیان دی.

کمه ايالتي بودجه

د آلمان فدرال حکومت تر اوسه پورې يوازې د دغه لګښتونو يوه برخه  منلې. له همدې کبله د ایالتونو د ماليې چارو وزيرانو د جنورۍ مياشتې په غونډه کې له مرکزې دولت څخه لږ تر لږه د دغه لګښتونو د نیمايي برخې د ورکولو غوښتنه وکړه. شلوک هولشتاين د ۲۰۱۷ کال له پاره د ۱۱ ميلیونه او نهه سوه زره یور معادل بودجه له دولت څخه اخيستې وه، چې دغه څه د ضروري لګښتونو کابو يوه پر لسمه برخه جوړوي. ایالتي حکومتونه له دغه کمښت څخه یادونه کوي.

خو تر ټولو مهمه دا ده چې د پناه غوښتونکو د دقیق سن د معلومولو له پاره طبي تخصصي ازمايښتونو ته اړتیا شته، تر څو د هغوې د بلوغ یا نه بلوغ په هکله د اشتباه مخه ونیول شي.

 یوه بله ستونزه په دې پوره اړه نیسي چې د «بې سرپرسته نابالغ مهاجرو» په هکله یوه واحده انګیرنه وجود نه لري. په آلمان کي په رسمې ډول ۴۳ سلنه پناه غوښتونکي او مهاجر بالغ ګڼل شوي دي. خو د قوانینو له مخې هغه ډله بهرنیان چې پرته له مور او پلاره يې سفر کړی، کولې شي وروسته له اتلس کلنۍ څخه هم د ځوانانو له پاره د مرستې او پالنې د ادارې تر پوښښ لاندې پاتې شي. خو دا له دې سره مشروط ده چې د ځوانانو له پاره د اړونده ادارې کارکوونکو دغه ډول اړتيا تشخیص کړي وي او د هغې سپارښته يې کړي وي.

د آلمان د ټولنيزو خدماتو د قوانینو له مخې بالغه پناه غوښتونکی په استثنايي حالاتو کې کولې شی تر اوه ويشت کلنۍ پورې هم د ماشومانو او ځوانانو له پاره د خدماتو وړاندی کولو ادارو له مرستو څخه برخمن شي.

زموږ له آرشيف څخه: