1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کم عمره پنا غوښتونکو ستونزې

احمد ولي اڅکزی (مارتین کوخ)۱۳۹۲ شهریور ۱, جمعه

په ۲۰۱۲ کال کې څه نا څه ۲۰۰۰ ماشومان له خپلو سرپرستانو پرته د پنا غوښتنې له پاره آلمان ته راغلي دي. هغوی اوس د بيوروکراسي له خنډونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/19VFq
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کې د کم عمره پنا غوښتونکو چي سرپرست و نه لري، د نورو پنا غوښتونکو په پرتله زيات مراعت کیږي او آسانتياوي ورته برابریږي. دغه اسانتیاوې په آلماني قوانینو کي له ځوانانو سره د مرستو تر عنوان لاندې تشريح سوي دي. خو کله چي کم عمره پنا غوښتونکي اتلس کلن سي او يا يې د طبي معاینو پر اساس عمر اتلس يا زيات اټکل سي نو ټول هغه حقوق او ځانگړې مرستې له لاسه ورکوي چې د قانون له مخې له کوچنینانو سره کیږي.

نامعلوم عمرونه

دا چي زيات ځوان پنا غوښتونکي له ځان سره اسناد نه لري نو د هغوی د اصلي عمر تعينول يوه مهمه پروسه ده. د کډوالو له پاره د آلمان د ځانگړې فډرالې ادارې د شمېرو له مخې د افغانستان، سوماليا، سوريې او پاکستان له هیوادونو څخه د نورو هیوادونو په پرتله ډیر داسې کم عمره ماشومان آلمان ته د پنا غوښتنې له پاره راځي چي سرپرستان ورسره نه وي او نه يې هم د عمر د تثبيت له پاره اسناد موجوده وي.

په دغه شان مواردو کي بيا چارواکي د طبي معاينو له مخي د پنا غوښتونکو عمر ټاکي. د دغو معاينو له مخې د ځوان پنا غوښتونکو د زامي او يا هم د لاس له بند څخه د پورته هډوکي د ايکسرې له مخي د هغوی عمر ټاکل کیږي.

خو د عمر د ټاکلو له پاره ترسره کیدونکې دغه معاينې شخړه یيزې دي. د آلمان په بيليفېلد ښار کي له کډوالو سره د مرستې د سازمان غړې او وکيله زبيده دويار، پر دغه ميتود باندې نيوکې کوي. هغه وايي: «ان د ډاکټرانو ټولنې د دغه شان طبي معاينو مخالفت کوي چي نه يې د ناروغۍ درملنه او نه يې مخنيوی مقصد وي. د دې تر څنگ د ايکسرې اخيستلو پر وخت وړانگې کارول کیږي چي روغتیا ته زیان رسولای سي.»

د عمر اټکل او اوږد مهاله عواقب

زبيده دويار دا نيوکه هم کوي چي د يادو طبي معاينو پايلې دقيقې نه وي او د هغوی پایلې د درو څخه تر شپږو کلنو پورې پورته او کښته راتلای سي. دويار زياتوي چي چارواکي له دې سره زياته دلچسپي لري چي کډوال اتلس کلن اټکل سي او په دې توگه د ځانگړو مرستو او ملاتړ څخه بې برخي سي. دويار وايي: «په داسې يوه حالت کي يو ۱۷ کلن داسې هيڅ چانس نه لري چي عمر يې تر اتلسو کلونو کم اټکل سي.»

وکيله دويار وايي چي د عمر اټکلول د ځوان پنا غوښتونکو پر راتلونکي ژوند اوږد مهاله عواقب لرلای سي. د هغې په وينا تجربو ښولې ده چي محکمې هم دغه اټکل سوي عمرونه د خپلو فيصلو بنسټ گرځوي او زیات کم عمره پناغوښتونکي له ځانگړو مرستو څخه محروموي.

خنډونه

د آلمان د برلين ښار د ايوين په نوم له مرستندويه ټولنې څخه اندرياس مايسنر، وايي چي ډیر شمیر کم عمره پنا غوښتونکي ډېر جرأت او د راتلونکې له پاره مثبت پلانونه لري. نوموړی وايي: «زه په ډیرو شمیر ځوانانو کي زيات جرأت وينم. دوی وايي چي غواړي خپل ژوند ښه کړي او ان ښايي بېرته خپل هيواد ته ستانه سي. خو هغه وخت چي ښه مسلک او په خپل هيواد کي چانسونه ولري.»

مايسنر زیاتوي چي ډیر شمیر ځوانان ډیر ژر آلماني ژبه زده کوي او په آلماني ټولنه کي ادغامیږي. د نوموړي په وينا په دې ترڅ کي بيروکراسي د هغوی د لوړ جرأت او مثبتوتو پلانونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب