1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې سلفیزم ته د مسلمان ماشومانو ډیر تمایل

۱۳۹۶ مهر ۱۲, چهارشنبه

په آلمان کې د اسلامي افراط ګرايي د چارو کارپوهان اوس له داسې ماشومانو سره مخ شوی چې سلفیزم یا سلفیانو ته ډیر تمایل لري. د پام وړ دا ده چې په دې ډله کي بيا نجوني ډيري دي.

https://p.dw.com/p/2l9zB
Salafisten in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler

په ۲۰۱۲م کال کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې په فدرالي اداره کې د اړیکو نیولو او د انلاین یوه څانګه پرانیستل شوه. په دې مرکز کې پر نورو فعالیتونو سربیره هغو کورنیو ته سلا مشورې او مرستې وړاندي کیږي چې اولادونه او یا خپلوان یې اسلامي سخت دریځۍ ته مخ اړولی وي.

د آلمان په نورنبرگ ایالت کې له سخت دریځۍ د خلاصون په برخه کې د سلا مشورو د څانګې مشر فلوریان اندرس، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې «سلفيزم ته د ماشومانو تمایل» یوه نوې پدیده ده او له څو میاشتو راهیسې لیدل شوې ده.» هغه وايي: «ډیر ماشومان خپلې ټولنیزي زده کړي د سلفیانو په چاپیریال کې ترلاسه کوي او دا په دې معنی ده چې د دوی مور او پلار له دوی څخه مخکې سخت دریځۍ ته اوښتي دي.»

د چارو کارپوهان او سلاکاران اوس دغه پدیده تر جدي څار لاندې لري او دوی له ګڼ شمیر نورو داسې بنسټونو او ټولنو سره هم بحثونه او اړیکې لري، چې د سخت دریځۍ په برخه کې تخصص لري.

فلوریان اندرس ټینګار کوي چې که وغواړو له دې ماشومانو سره مرسته وکړو، باید دغه لړۍ د دوی له والدینو سره د سلا مشورې له هڅو پیل شي خو دغه څه «یو سخت کار او دنده ده.» هغه زیاتوي چې همدا چې د ماشومانو آرام ژوند او روغتیا له خطر سره مخامخ شي، باید نورې ادارې لکه د ځوانانو د چارو دفترونه هم فعال شي.

د زیاتره ځوانانو او نجونو چې عراق او سوریې ته یې سفرونه کړي او یا ډیره موده وړاندې یې دغو هیوادونو ته سفرونه کړي، دغه راز قضیې د اندیښنې وړ دي.

سخت دریځۍ ته د نجونو په تمایل کې ۳۰ سلنه زیاتوالی

اندرس وايي چې تر ټولو زيات بيا نجونې سخت دریځۍ ته اوړي، هغه وايي: «د وخت په تیریدو سره [په سخت دریځۍ کې] د میرمنو او ځوانو نجونو ونډه ډیره شوې ده. په پیل کې د سلا مشورې دغو مرکزونو ته د ټولو مراجعینو شاوخوا ۱۰ نه تر ۱۵ سلنه برخه نجوني وې، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې يې بيا سلنه ۳۰ ته لوړه شوې ده.

د دې کارپوهانو له نظره د دې زیاتولی یو لامل دا هم دی چې میرمنې په هدفي توګه په نښه کیږي: «د هغوی [سخت دریځو] د تبلیغاتو هدف په ځانګړې توګه همدې طبقې ته متوجه دی.»

اندرس تشریح کوي چې جنګیالي د قهرمانانو او د رومانتیکو څیرو په توګه دوی ته معرفي او توصیف کیږي: «د ډیرو نجونو له نظره چې په سلفي چاپیرال کې دي، دا د دوی تر ټولو ستره هیله ده چې له مجاهدینو سره ودونه وکړي.»

په همدې حال کې د داسې ځوانانو شمیر چې سنونه یې تر۲۰ لوړ دي او سخت دریځه شوي، په تیرکال کې يې کچه لږ شوې ده. د سخت درځۍ د چارو د سلامشورې د څانګې مشر په دې هکله د آلمان خبري آژانس ته تشریح کوي چې «په تیرو دریو کلونو کې لیدل شوي چې زیاتره تازه ځوان هلکان او نجونې سخت دريځۍ ته اوړي.»

په آلمان کې سلفي نظریه چې د اسلام په چوکاټ کې یو محافظه کاره لوری لري، د دې راز ځوانانو په منځ کې تل د یوې ستونزمني پدیدې په توګه نفوذ کوي.

په وروستیو دوو کلونو کې سفلي نظریه د تازه راغلو مهاجرو په منځ کې ډیر نفوذ لرونکې موندل شوې. په دې هکله د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې د سلامشورې او انلاین څانګې ته ۴۵۰ شکایتونه شوي.

 

زموږ له ارشيف څخه: