1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې سوی ولې ماشومانو ته هګۍ راوړي؟

۱۳۹۷ فروردین ۱۲, یکشنبه

ولې په آلمان کې د ايستر د جشن په ورځو سوی ماشومانو ته هګۍ راوړي؟ د دغه عيسوي جشن ځينې نور داسې ورته حيرانونکي دودونه هم موجود دي، چې ځينې يې په پروتستانت مذهب کې ريښې لري، نور يې بيا کلتوري اړخ لري.

https://p.dw.com/p/2vKwN
Zwergkaninchen
انځور: picture alliance / blickwinkel/S. Klewitz-Seemann

د سوی او د ايستر د هګيو کيسه ښايي ډېر ښه په منځنيو پېړيو پورې، يعنې د روښانتيا له دورې مخکې پرتې دورې پورې اړه ولري. خو دا خبره سمه نه ده. دا په داسې حال کې ده چې د روښانتيا او خلکو ته د پوهاوي د رسولو په عصر کې په لومړي ځل يو سوی د چمن د پاسه راڅرګند شو چې رنګينې هګۍ يې ماشومانو ته په يو ځای کې پټې کړې. دغه خبره اصلا په حضرت عيسی (ع) پورې تعلق نه لري چې د ايستر د جشن په مذهبي مراسمو کې لمانځل کيږي. دغه کيسه د پروتستانت عيسويانو په دودونو پورې بيا اړه لري. دغو خلکو غوښتل خپلو ماشومانو ته تشريح کړي چې د ايستر په وخت ولې ډېرې هګۍ موجودې وي چې خوړل کيږي. له دې کبله يې د هګيو د راوړلو وظيفه سوی ته ورپه غاړه کړه چې دغه ژوی خپله بيا ډېر بچيان راوړي. دغه تشريح په بن کې مېشت د دودونو او عنعناتو کارپوه، آلويس دوېرينګ ورکوي. نوموړی وايي: «په داسې حال کې چې د روژې نيولو پر وخت کاتوليکانو اجازه نه درلوده چې هګۍ وخوري، نو د ايستر په وخت د چرکانو ځالې له هګيو ډکې وې.» د پروتستنانو په نظر د روژې وخت د پاپ له خوا رامنځ ته شوی يو دود و چې دوی له دې کبله رداوه، خو د ايستر جشن يې بيا هم لمانځه. هغوی دغه جشن د رنګينو هګيو په واسطه هم تجليل کاوه، ځکه چې هګۍ د نوي ژوند سمبول هم بلل کيږي چې د حضرت عيسی (ع) د قيام يوه نخښه وبلل شوه.
کليسا هم د هګيو د رنګولو په اړه بحثونه کول
د ولسي کيسو او دودونو د چارو کارپوه آلويس دوېرينګ اضافه کوي چې کليسا هغه وخت پر هګيو باندې دم کاوه. د دې له پاره چې د دې تفريق وشي چې په کومو هګيو باندې دم شوی او په کومو باندې نه، به يې هغه رنګولې او بيا به يې خلکو ته د تحفې په حيث ورکولې. ښاغلی دوېرينګ وايي چې «راهبانو هم د سينګار دغه هنري شکل ډ‌ېر خوښاوه.»

Schokoladen-Osterhasen
د ايستر سوی له چاکلېټو هم جوړيږي چې دغه دود د ماشومانو ډېر خوښيږيانځور: Imago/Bild 13

دغه رنګيې هګۍ يې داسې خوښېدلې چې د باروک په دوره کې يې په وعظ او په خپلو خبرو کې د هګيو د رنګولو د بېلابېلو تخنيکونو په هکله معلومات ورکول. ښاغلی دوېرينګ وايي چې په ايستر کې د سوی کيسه بيا وروسته ورزياته شوې ده. د هغه په خبره د پروتستنتانو په ادبياتو کې په ۱۷مه پېړۍ کې بيا د سوی کيسه ور اضافه شوې ده. په ځينو سيمو کې ګيدړ او کارغه هم ماشومانو ته هګۍ راوړي، خو دغه ژوي بيا د وخت په تېرېدو سره پاته راغلي او نور نه دي ياد شوي. د ولسي چارو د کارپوه په حواله يې علت ښايي دا وي چې سوی په افسانو کې د نورو ژويو په نسبت لا ښه د انسان بڼه خپلولی شي. د رېګنس بورګ د پوهنتون يو کارپوه، ګونتر هيرش فېلدر، بيا يو بل نظر لري: د انجيل په ځينو برخو کې داسې يو حيوان هم راغلی دی چې يوه غرني سوی ته ورته شکل لري. دغه حيوان چې په نژدې ختيځ او جنوبي افريقا کې ژوند کوي، د اوګوستينوس د ژباړې د لارې په سوی باندې بدل شو چې اوس ماشومانو ته د ايستر د جشن په وخت رنګينې هګۍ راوړي:

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (31:03.2013):