1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له «داعشي اسنادو» سره د پناه غوښتنه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

په آلمان کې د پناه غوښتنې په دوسيو کې د احتمالي تقلب په اړه رپوټونو کې ځينې نوې او بحث پارونکي موارد رابرسيره شوي دي. يوه بيلګه يې، په سوريه کې د «داعش» ډلې تر کنترول لاندې سيمو څخه خپاره شوي د هویت اسناد دي.

https://p.dw.com/p/2wrY1
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان د برېمن ښار د مهاجرت په اداره کې د پناه غوښتنې درخواستونو په تړاو احتمالي تقلباتو د رسيدګۍ په برخه کې اوس داسې نوي موارد راښکاره شوي دي چې کيدای شي تر شا يې د پام وړ امنيتی خطرونه شتون ولري.

آلمانۍ مجلې شپيګل د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۸مه) ليکلي دي چې د برېمن ښار د مهاجرت ادارې لرې کړل شوي مديري، په ۲۰۱۶م کال کې په دقيقه توګه د يوه پناه غوښتونکي د هويت اسنادو له څيړلو څخه ډډه کړې ده.

د دغه رپوټ پر اساس، تر څيړنو وروسته معلومه شوي ده چې د دغه پناه غوښتونکي اسناد د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې تر کنترول لاندې سيمه څخه صادر شوي دي. شپيګل زياتوي چې د آلمان امنيتي چارواکي تر دې مخکې د دا ډول اسنادو په اړه په ښکاره توګه خبرداری ورکړی وو.

د برېمن ايالت محکمې د تحقيقاتو پر اساس، په دغه ايالت کې د فدرالي ادارې مديرې په يوه مورد کې له خپلو همکارانو څخه غوښتنه کړې ده چې د يوه پناه غوښتونکي د دوسيې له څيړلو څخه دې ډډه وکړي چې علت يې کارونو ته ژر رسيدګي ښودلې وه. خو په ورستيو څيړنو کې ثابته شوې ده چې د دغه پناه غوښتونکي اسناد جعلي دي.

د قانون شديد نقضول

د آلمان د مهاجرت اداره څيړنې ښيي چې په برېمن ايالت کې د فدرالي ادارې لرې کړل شوې مديرې په آلمان کې د اقامت قانون او امنيتي قواعد په «شديده» توګه نقض کړي دي.

لرې کړل شوي مديرې دغه راز د پناه غوښتنې په دوسيو کې پر لاسوهنو او د هغو دوسيو په پای کې د فدرالي ادارې د ځينو همکارانو پر جعلي امضاو هم تورنه ده کوم چې دې يې د څيړڼې مسئوليت لاره.

د شپیګل مجلې د رپوټ پر اساس، د برېمن په فدرالي اداره کې له شپږو احتمالي تخلفاتو له ډلې څخه يو يې ژباړونکی دی چې محکمه يې له پناه غوښتونکو څخه د رشوت پر اخيستلو تورنوي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د NDR رسنۍ، د برېمن راډيو او «زيود دويچه» خپرونې د خپلو ګډو تحقيقاتو پايلې خپرې کړې. د دغو پايلو پر اساس، د برېمن ښار د فدرالي ادارې مديرې له ۱۲۰۰ څخه ډيرو د پناه غوښتنې داسې درخواستونو سره پرته له دې چې د منلو  له پاره يې حقوقي اساس شتون ولرې، موافقت کړی دی.

د موضوع په تړاو يو انځوريز البوم: