1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له مهاجرو سره تاوتریخوالی مخ پر ډېرېدو دی

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د روان کال په جریان کې د مهاجرو د استوگنځایونو د سوځوني تر ۸۰۰ ډیري پيښي ثبت شوي دي. دا له مهاجرو سره د کرکي یوازي یوه برخه ده. د پولیسو ارقام ښيي چې د مهاجرو او مرسته کونکو پر وړاندي یې ډول ډول جنایتونه ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/1HNbm
Bildergalerie "Wie wohnen Flüchtlinge in Deutschland" Remchingen
انځور: Picture-Alliance/dpa/SDMG/Dettenmeyer

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د دېوالونو رنگول، د کړکیو د هندارو ماتول او اورلگونه: د مهاجرو پر استوگنځایونو بريدونه ډېر شوي دي. همدارنگه په آلمان کې نور جرایم له هغې جملې څخه د مهاجرو او له هغوی سره د مرسته کوونکو پر وړاندي هم د تاوتریخوالي په پيښو کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی.

د روان کال د نوامبر میاشتې تر نیمایې پوري د مهاجرو د استوگنځایونو په تړاو ۱۶۱۰ داسي پيښي ثبت شوي دي چې د ښي اړخیتوب انگېزه یې لرله. دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله نږدې دوه برابره زیات دي. د آلمان خبري اژانس دغه معلومات د آلمان د زرغون گوند له خوا د پوښتل شوي ځواب څخه ترلاسه کړي دي.

پر مهاجرو، سیاستوالو او مرسته کونکو بریدونه

دغه ټول جنایتونه د یوې سیاسي انگېزې له مخې د مهاجرو د استوکنځایونو پر شاوخوا را څرخي. د دوی له جملې څخه په انترنيت کې د مهاجرو پر وړاندي د کرکي تبلیغات، د مظاهرو په جریان کې مهاجرو ته مالي او ځاني زیان رسول او یا هم د مهاجرو تر استوگنځایونو د باندی تر سره کیدونکي اعمال.

ضروري نه ده چې دغه تیری دې هرومرو له یوه مهاجر سره تر سره شي. کیدای شيٍ یو سیاستوال یا هغه څوک چې له مهاجرو سره مرسته کوي د دا ډول بریدونو هدف وگرځول شي.

پولیس د مهاجرو پر مرکزونو سربیره په دوی پوري اړوند ټول هغه جنایتونه ثبتوي چې له مهاجرو سره د کرکې له مخې ترسره شوي یا له مهاجرو سره د دښمنۍ انگېزه ولري.

د نوامبر میاشتي تر نیمایې پورې په آلمان کې ۳۶۲۵ پيښې ثبت شوي دي چې لویه برخه یې د ښی اړختوب انگېزه لري. د دغو پيښو شمیر هم د تیر کال په پرتله نږدې دوه برابره لوړ شوی دی.

په عمومي بحثونو کې یوازي هغه بریدونه نقش لري چې د کډوالو پر استوگنځایونو ترسره شوي وي. د دسمبر میاشتي تر ۷ نېټې پوري چارواکو د ۸۰۰ بریدونو خبر ورکړی وو، چې دا د یو کال مخکې په پرتله ۴ برابره ډیر دی. په دغو بریدونو کې په لومړي قدم کې پر دیوالو رسامي، مالي تاوان، پروپاگند او همدارنگه د مهاجرو استوگنځایونو ته د اورلگوني او د دوی د ټپي کولو پیښي شاملي دي.

د پولیسو پر محاسبې نیوکه

د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند جرگه گۍ مشر انتون هوفراتر، د اعتراض په توگه وایې، هغه شمیرې چې د مهاجرو پر سرپناه د بریدونو په هکله ښودل کیږي هغه له اصلي شمیرو سره سر نه خوري.

هغه د پولیسو له خوا نوو شمیرو ته په کتو سره وایې چې نوي شمیرې په ځانگړې توگه د اندیښنې وړ دي: «په آلمان کې د ښي اړخو زورزیاتی یو نوی دردونکی بُعد خپل کړی دی.»

زرغون گوند نیوکه کوي چې د پولیسو شمیر مبهمي او بې نتیجې دي. چارواکو د ۲۰۱۴ کال په پيل کې د مهاجرو پر استوگنځایونو د ترسره کیدونکو بریدونو جلا ثبتول پيل کړل.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوې پوښتني په ځواب کې ويلي دي چې دغه وزارت غواړي د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ میاشتي له لومړۍ نیټې څخه د کډوالو پر سرپناو د بریدونو یو جلا ليست ترتیب کړي. یعنې پر مهاجرو د دوی ترمنځ د خپل منځي شخړو، پر مرسته رسونکو او پر هغو سیاستوالو د بریدونه راپور په جلا توگه جوړ کړي چې له مهاجرو سره خواخوږي لري.