1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له يوه پټي د زرونو يورو توت غلا شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د آلمان په جنوب لويديځ کې غلو د مځکي توت د يوه ډېر لوی پټي کابو ټول حاصل چور کړی دی. تېرکال هم تر يوې ورته پېښې وروسته غلو غلا شوې ميوه آنلاين پلورلې وه.

https://p.dw.com/p/3IojM
Deutschland Erbeerernte in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

د آلمان منهايم ښار ته څېرمه د پرتې سيمې لامبهايم يوه بزگر رپوټ ورکړی دی چې د »مځکي توت« ټول فصل یې غلا شوی دی.

پوليسو د يکشنبې په ورځ وويل چې پر ۰،۷ هکټاره ځمکه ولاړ توت د جمعې په شپه غلا شوی او زياته شوې چې په دې غلا کې زيات کسان شامل ول.

د دغه پټي مالک وويل چې د غلو شمير واضح ده چې ډېر زيات وو ځکه چې د هغه پټې کابو ۰،۷ هکټاره دی او پر دومره زياته ځمکه کرل شوی او بيخي تيار فصل د شپې ټولول او بيا تر سهاره یې په موټرو کې بارول د يوه يا دوو نه بلکې د لسونو کسانو يا د پوره يوې ډلې کار کيدلی شي.

پوليسو هم زياته کړې ده چې په دې غلا کې بايد له څو موټرو کار اخيستل شوی وي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په دې اړه که څه معلومات لري او يا یې څه ليدلي وي نو له پوليسو سره دې یې شریک کړي.

پوليسو چې پلټنې یې پېل کړي دي ويلي چې د مځکي توت د دې غلا شويو حاصلاتو بيه زرونه يورو ته رسيږي. 

Deutschland Sächsische Erdbeersaison eröffnet
تېر کال هم د ځمکې توت يوپټي چور شوی ووانځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

دا لومړی ځل نه دی چې په آلمان کې توت غلا کيږي. د برلين د «تاگس څاېتونگ» ورځپاڼې په حواله تېرکال هم همدا د راينلند فالتڅ ایالت په باد سوبرهايم سيمه کې يوه ورته پېښه رامنځته شوې ده.

ورځپاڼې ليکلي چې هغه وخت هم غلو څو موټر کرای کړي ول او بيا یې غلا شوې ميوه د انترنت له لارې پلورلې وه. 

د نورد راين ويستفالن ایالت د زراعت د سوداگرۍ خونې په حواله آلمان په کال کې۱۶۰۰۰۰ټنه د مځکي توت حاصلات لري. د دې حاصلاتو کابو دوه پر دريمه برخه په هيواد کې دننه پلورل کيږي او پاته کابو يو پر دريمه برخه صادريږي.

د حاصلاتو له هغې برخې څخه چې په داخل کې پلورل کيږي، ۳۵ فيصده یې بزگران خپلې ځمکې ته څېرمه په کوچنيو دوکانونو او يا د سړک پر غاړه په کوچنيو غرفو کې پلوري.

b.s/n.z (Nik Martin)

زموږ له آرشيف څخه: