1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې مهاجرو ته تر نورو لږ تنخوا ورکول کيږي

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

د رسنيو د رپوټونو له مخې، په آلمان کي مهاجر تر نورو کارکوونکو په څرګند ډول لږه تنخوا اخلي.

https://p.dw.com/p/2uZW1
Flüchtlinge Arbeitsagentur
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د فونکه رسنيزي ډلي ورځپاڼي، د دوشنبې په ورځ د آلمان د کار ادارې د ېوې ارزوني په حواله رپوټ ورکړ چې د اتو تر ټولو مهمو هيوادونو اتباع کوم چې د مهاجرت ريښې لري، په ۲۰۱۶م کال کې يې په اوسط ډول د مياشتې ۱۹۱۶ يورو ناخالص عوايد لرلي دي چې دا د معاشونو په منځنی حد کې راځي.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې کال کې په ټوليزه توګه په آلمان کې يوه کارمند د ورځې د اتو معمولي کاري ساعتونو په بدل کې ۳۱۳۳ يورو ګټلي دي.

د دغه رپوټ له مخې لوړه تنخوا ايراني مهاجر کارکوونکي اخلي چې په مياشت کې ۲۵۴۱ يورو کيږي. تر ټولو کمه تنخوا له اريتريا څخه راغلي مهاجرو ته ورکول کيږي، چې په مياشت کې ۱۷۰۴يورو تر لاسه کوي.

منځنۍ تنخوا له افغانستان، سوريې، نايجریا، سوماليا، پاکستان او عراق څخه راغلو مهاجرو ته ورکول کيږي، چې په ټولو کاري برخو کې په مياشت کې تر دووو زرو يورو کمې دي.

په دې ډول نو له اتو هغو هيوادونو څخه چې تر ټولو زيات شمير پناه غوښتونکي يې آلمان ته راغلي دي، په  ټوليزه توګه له ۶۵ زرو کسانو څخه يې ۵۵ زره کسان تر ټولو کمه تنخوا اخيستي ده. په ۲۰۱۶م کال کې د کمو معاشونو حد ۲۰۸۸ يورو وو.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو ګوند استازي زبينه سيمرمن،چې په دې شميرنو کې د معلوماتو غوښتنه کړې وه، رسنيزي ډلي فونکه ته ويلې: «دا د کار په بازار کې د سياست ضعیفه نمره ده، چې ډير کله پناه غوښتونکي په کمې تنخوا سره په کار ګومارل کيږي.»

دغې سیاست والې غوښتنه کړې ده چې بايد د کاري زده کړي له پاره زمينه مساعده شي او د بې کاره پناه غوښتونکو د غوښتنو له پاره لا ډيرې هڅې وشي، تر څو د هغوې له پاره د کار په بازار کې راتلونکي امکانات ښه شي.

دغه راز د آلمان په حکومت کې په  ټولنه کې د مدغم کيدلو چارو مسولې انيته ويدمان موتس د دغې طرحې پر خلاف خبري کړي،چې د هغې له مخې پناه غوښتونکو ته د کاري مهاجرو په سترګه وکتل شي.

د آلمان له مسيحي ديموکرات (CDU) ګوند څخه دغې سیاستوالې(رانيشه پوست) ورځپاڼې ته په دې هکله ويلي: «قبول شوي پناه غوښتونکي د کار په بازار کې ټول امکانات لري. له هغوی څخه يې ډير له دغو امکاناتو څخه ګټه اخلي. د بیلګې په توګه، کله چې د زده کړې دورې په تیرولو سره دوي په کاري تخصصي قوا باندي اوړي.»

انته ويدمان موتس زياته کړه، چې د کار په بازار کې د پناه غوښتونکو مدغم کيدل نه ښايي چې د متخصصو مهاجرو قواو سره يو ځاي کړو، چې دوي د کار له پاره دلته راځي. ځکه د پناه ورکولو حق باید مهاجر وساتي:«د دې خلاف څوک چې آلمان ته د کار له پاره راځي، بايد د تخصصي قواو په توګه له ويزي سره آلمان ته سفر وکړي.