1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ولي د ترکي پناه غوښتونکو شمیر پر زیاتیدو دی؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

په ترکیه کې څو کاله تر مخه د یوې کودتا تر هڅې وروسته ورځ تر بلې زیات ترکان په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي. په دې ترڅ کې ترکیه څلورم هیواد ګرځیدلی چې وګړي یې په آلمان کې پناه غواړي. ښایي ۲۰۱۹ کال کې دغه شمیر لا پسې لوړ شي.

https://p.dw.com/p/3Pmhr
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge (BAMF)
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

په آلمان کې له ۲۰۱۶م کال وروسته د ترکي اتباعو د پناه غوښتونکو شمیر په دوامداره توګه مخ پر زیاتیدو دی. دا د آلمان د کډوالۍ او مهاجرت چارو د فدرالي ادارې (بامف) ارقام ښيي، چې د «راینشن پوست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې تر لاسه کړي دي. د دغو ارقامو له مخې د پناه غوښتونکو د قبلیدو اندازه هم لوړ شوې ده.

د دغې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې ۷۶۱۰ ترکي اتباعو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده او د هغوی د قبلیدو چانس ۴۴،۸ سلنې ته رسیږي. زیاته شوې ده چې په ټول ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د کډوالو او مهاجرت چارو ادارې د ۱۰۶۵۵ ترکي اتباعو د پناه غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې د ترکي پناه غوښتونکو د منل کیدو اندازه ۴۱،۴ سلنه وه. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې د ترکي پناه غوښتونکو شمیر ۸۴۸۳ تنو ته رسیده او د منل کیدو چانس یې ۲۸،۱ سلنه وو.

د بامف، د ارقامو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې چې کله په ترکیه کې د کودتا هڅه وشوه دغه هیواد د پناه غوښتونکو په لومړیو لسو مهمو مبدا هیوادونه کې هم نه راتلی. اوس دغه هیواد له سوریې، عراق او نایجیریا وروسته څلورم ځای نیولی دی. که چیرې  اوسنی دود همداسي ادامه ومومي نو ښایي د روان میلادي کال تر پایه پورې دغه شمیر د تیرکال له کچې لوړ شي.

په لسونو زره کسان تر تعقیب لاندې دي

په ترکيه کې تر ناکامي کودتا وروسته د دغه هيواد مشرتابه په امریکا متحده ایالاتو کې د اوسیدونکي موعظ فتح الله ګولن د شکمنو پلویانو او همداشان د اپوزیسیون پر وړاندې له سخت چلن څخه کار اخلي.

په دې ترڅ کې د ناکامې کودتا په تړاو ۱۰۰ زره کسان له دولتي دندو ګوښه کړل شوي او په زرونو نور نیول شوي دی.

stu/mak sr/nz (afp, kna, dpa)