1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې په قتل تورن په یونان کې په بند محکوم شوی وو

۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د راپورونو له مخي د فرایبورګ د پیښې ۱۷ کلن ځوان چې پر یوې آلمانۍ محصلې په جنسي تیري او د هغې په قتل تورن دی، په یونان کې پر یوې میرمنې د برید له امله هم زندان ته اچول شوی وو.

https://p.dw.com/p/2UFSY
Freiburg Gedenken an die ermordete Studentin Maria
انځور: DW/M. Saifullah

د «اشترن» مجلې چې په دې هکله یې پلټنه کړې، ویلي دي چې تورن کس د يونان په کورفو ټاپو کې په ۲۰۱۳م کال کې پر یوې ۲۰ کلنې محصلې برید کړی وو. دغه انجلۍ له برید څخه روغه وتلې وه خو سخته ټپي شوې وه.

د دې رپوټ په حواله، دغه مهاجر په هغه وخت کې د خپل وکیل له لاري پر کړي جرم پښیماني ښوولې وه. د «اشترن» مجلې په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې یاد تورن کس په ۲۰۱۴م کال کې د محکمې له خوا په ۱۰ کاله بند محکوم شوی وو.

یاد تورن کس په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلی او دلته یې خپل عمر ۱۶ کاله ښوولی وو. دا په داسې حال کې ده چې همدې کس په یونان کې د جرم ترسره کولو پر مهال هم خپل عمر ۱۷ کاله ښوولی وو. که څه هم د هغه د عمر په هکله چارواکو شک درلود، خو نه شو یې کولای چې د هغه دغه خبره رد کړي.

د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» د یوې یوناني مدافع وکیلې ماریا الني نیکوپولو، په حواله وايي چې هغه دغه ځوان هلک پیژني. مدافع وکیلې په دې هکله وویل: «هو، دا هماغه ځوان دی چې ما یې په ۲۰۱۳م کال کې وکالت وکړ. زه په دې کې هیڅ شک نه لرم.»

د يوې آلمانۍ د مشکوک قاتل په اړه د افغان سفير څرگندوني

یادې مدافع وکیلې همدا راز تائید کړه چې دغه ځوان مهاجر په ۲۰۱۴م کال کې په ۱۰ کاله بند محکوم شوی وو خو په زندان کې له یونیم کال تیرولو وروسته د محکمې د پریکړې په اساس په ځانګړو شرایطو آزاد کړی شوی. میرمن نیکوپولو وویل: «دا چې هغه څنګه آلمان ته رسیدلی، په دې نو زه نه پوهیږم.»

د دغه افغان تورن مهاجر په هکله د پولیسو پلټني لا هم ادامه لري. یاد افغان وګړي د آلمان په فرایبورګ ښار کې پر یوې آلمانۍ نجلۍ باندې په جنسي تیري او د هغې په قتل تورن دی. تورن کس په دې هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

دغه ځوان په آلمان کې د افغان پناه غوښتونکي په توګه ثبت شوی دی. خو په برلین کې د افغانستان سفیر وايي چې په آلمان کې د افغانستان په دپلوماتیکي نمایندګیو کې د تورن کس پیژنګلوي تراوسه نه ده شوې. په آلمان کې داسې افغان مهاجرین ډیر دي چې نه تذکره او نه هم پاسپورت لري او نه یې لا تراوسه د افغانستان کومې سیاسي نمایندګۍ ته مراجعه کړې ده.

نور مطالب: