1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ښارونو د مهاجرو ادغام ته د جدي پام غوښتنه کړې

۱۳۹۶ دی ۵, سه‌شنبه

په آلمان کې ځینو ښارونو او ناحيو وړاندیز کړی دی چې د مهاجرو د ادغام په برخه کي دې دغه هيواد له نورو هیوادونو لکه ډنمارک څخه زده کړي.

https://p.dw.com/p/2pwSN
Deutschland München Syrischer Flüchtling als Treinee bei BMW
انځور: Getty Images/J. Koch

په آلمان کې ځینو ښارونو او ناحيو په دې هیواد کې د کار بازار ته د مهاجرو د ادغام پر لړۍ اندیښنې څرګندي کړي دي. د آلمان د ښارونو او ناحيو د ټولني مشر ګیرد لاندسبرګ د «فونکه» په نامه رسنیو ګروپ ته ویلي چې د ۲۰۱۷م کال تر نیمايي پوري نږدې ۶۰۰ زره مهاجر په آلمان کې د کار پر شرایطو برابر ول، خو د بې کارۍ له امله دوی اړ ول چې د سوسیال یا ټولنیز مرستي تر لاسه کړي.

اندسبرګ په روان کال کې د دې شمیر د زیاتیدو په هکله د شکایت ترڅنګ وویل چې: «د [کار پر شرایطو د برابرو] کسانو شمیر د تیر کال په نسبت ۲۵۰ زره کسان ډیر شوي دي.» د هغه په وینا د روان کال تر نیمايي پوري تر۲۰۰ زره لږ مهاجر په دې هیواد کې د کار له امله د ټولنیزې بیمې خپل مصارف په خپله ادأ کړي دي.

د آلمان د ښارونو او ناحيو نوموړي مشر همدا راز زیاته کړه چې دغه شمیرې ښيي چې موږ باید لا ډیري هڅې وکړو، څو د کار بازار ته د مهاجرو له پاره زمینه برابره شي. نوموړي په ډنمارک کې د مهاجرو حالت ته په اشارې سره وویل چې په ډنمارک کې مهاجر په ډیره لږ موده کې د کار بازار ته لار پیدا کوي او د کار ترڅنګ د ژبې زده کړه هم مهاله پرمخ بیول کیږي.

لاندسبرګ په دې هکله زیاته کړه: «آلمان باید له سختو او پخوانیو لارو سره خدای پاماني وکړي او د نويو ستونزو د مخنيوي له پاره تازه طرحې وړاندې کړي.» د نوموړي په وینا په کاري محیط کې ژبه په ښه توګه زده کیدلی شي.

د ښارونو او ناحيو د ټولنې دغه مشر همدا راز له تولیدي شرکتونو وغوښتل چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په هکله دې لا ډیر او جدې اقدامات عملي کړي. نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د کار په بازار کې ادغام د فردي ملاتړ له لارې په عملي برخه کې ډیر بریالی کیدلی شي او موږ باید دغه فرصت چې هم د مهاجرو او هم د ښارونو او ناحيو په ګټه دی، له لاسه ور نه کړو.

په ورته وخت کې د آلمان د زارلنډ لومړی وزیر آنیګرت کرامپ، بیا د هغو مهاجرو له پاره چې خپل سنونه لږ ښيي، د دقیق سن ټاکلو غوښتنه وکړه. نوموړي «دي ولت» په نامه له یوې آلمانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې په آلمان کې ځيني مهاجر خپل سن غلط ښيي ترڅو له دوی سره د پناه غوښتونکو د قانون پر ځای د ځوانانو د قانون په رڼا کې چلن وشي.

کارنباور ټینګار کوي چې هغه مهاجر چې له آلماني ادارو سره د خپل هویت په هکله مرسته نه کوي او یا خپل اسناد له منځه وړي، باید جدي چلن وشي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید د یو کس د هویت له پاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلي او ان د اړتیا په وخت کې باید د تلیفون په شان نورو دې ته ورته معلوماتي سرچینو ته هم لاس رسی ومومي.

AG(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: