1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې یوه کس خپل موټر له مسجد سر جنګولی دی

۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبه

یوه سړي د آلمان د کولمار ښار له یوه لوی مسجد سره خپل موټر په قصدي توګه جنګولی دی خو په دې پیښه کې له هغه پرته څوک ټپیان سوي نه دي. دغه کس د پولیسو له خوا نیول شوی.

https://p.dw.com/p/3Q2kB
Deutschland DITIB-Moschee in Göttingen
انځور: picture-alliance/imageBROKER/T. Robbin

دغه سړی چي ښايي رواني ناروغي ولري، د شنبې په ورځ ناوخته (د سپټمبر ۲۲مه نیټه) د آلمان د شتراسبورگ د کولمار ښار له یوه مسجد سره د خپل موټر تر جنګولو وروسته د پولیسو له خوا ونیول سو. په دغه پيښه کي له هغه پرته بل څوک ژوبل سوي نه دي.

د دغه ښار یوې څارنوالې کاترینه سوریتا منراد، ویلي دي چي هغه له ځان سره جړې ته ورته یوه وسله درلوده او د هغه په واسطه یې ځان ټپي کړی دی. اوس چي هغه روغتون ته انتقال سوی دی، یو روانشناس ډاکټر به ډیر ژر هغه د رواني لحاظه معاینه کړي ځکه داسې ښکاري چي دغه کس په رواني ناروغۍ اخته دی.

(qn/ms (afp