1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژه درياب کي دوې کښتۍ ډوبي سوي

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چي په آژه درياب کي د جمعې په ورځ سهار د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبي سوي دي. ويل کيږي چي تر اوسه پوري ۲۱ جسدونه موندل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Hi5r
انځور: picture-alliance/dpa/O.Kizil /AA Agency

د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چي د فاماکونيسي ساحل ته نژدې ئې د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۲مه) سهار وختي اووه جسدونه موندلي دي چي ۶ ئې ماشومان دي. دوی ويلي دي چي ۴۱ کسان ئې ژغورلي هم دي او په لسونو نور ورک دي.

د دغي غمجني پيښي له ځايه څو کيلومتره ليري د مهاجرو يوه بله کښتۍ هم ډوبه سوې ده چي د ۱۴ کسانو جسدونه ئې موندل سوي او نور ورک دي.

ژغورل سوو کسانو ويلي دي چي له دوی سره په کښتۍ کي ډېر کسان سپاره ول. د اټکل له مخي په دغو کښتيو کي له ۷۰ تر ۱۰۰ کسان سپاره ول.

په ورکو سوو کسانو پسې اوس په څرخۍ الوتکو او کښتو سره لټون روان دئ.

له مياشتو راهيسي په زرونو مهاجر د ترکيې د اوبو لاري هڅه کوي چي اروپا ته ځانونه ورسوي. د دغو مهاجرو ډېری عراقيان او سوريايان دي.

د ژمي په دې موسم کي له خرابي هوا سره سره اوس هم هره ورځ په سوونه انسانان د آژه درياب له لاري په کښتيو کي د اروپا پر لور سفر کوي. خو په اروپا کي ورځ تر بلي د مهاجرت قوانين سختيږي.