1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژه سیند کې ۳۶ افغان مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د البانیا د دفاع وزارت د افغان پناه غوښتونکو د یوې ۳۶ کسیزې ډلي د ژغورني خبر ور کړی دی. دغو کسانو غوښتل یونان ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/3OKIh
Griechenland Küstenwache rettet Flüchtlinge auf dem Mittelmeer
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د البانیا د دفاع وزیر اولتا ژاکا، د چهارشنبې په ورځ (اکست میاشتې ۲۱) په خپل تویتر کې ليکلي: «۱۹ماشومان، ۸ ښځې او ۹ نارینه افغانان د اروپا د بهرنیو سرحدونو د ساتنې آژانس (فرونټکس) په همکارۍ د «اوریکو» کښتۍ په وسیله ژغورل شوي دي.»

د البانیا د دفاع د وزیر په خبره دغه کسان سیمه ایزو ادارو ته سپارل شوي دي. دغه پناه غوښتونکي هغه وخت وژغورل شول چې د آژه سیند له لارې په یوې کښتۍ کې د یونان پر لور روان ول. د دغو کسانو د ژغورني د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.

البانیا له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ناټو سازمان غړيتوب لري. د لویدیځ پوځي اتحاد د سمندري ماموریت یوه برخه په آژه سیند کې ده.

البانیا د اروپایي هیوادونو پر لور د مهاجرو یو له ترانزیتي هیوادونو څخه شمېرل کيږي. له هغه وخت راهیسي چې د بالکان مسیر تړل شوی دی، د هغو پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې د البانيا پولیس یي نیسي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی. او. ام) په حواله په ۲۰۱۸م کال کې د دوی شمیر۳۴۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې د البانيا پولیسو نیولي ول۷۵۰ کسان ته رسید.

البانیا د روان کال په لومړیو کې د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت آژانس فرونټکس سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له یونان سره په خپله پوله به د غیر قانوني مهاجرو مخه نیسي.

اسوشیتد پرس/ش.ن/ن.ز