1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آیرلنډ کې د جنین د سقط کولو بریالی کمپاین

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

د آیرلنډ هیواد د «یس» یا بلې په نامه کمپاین کوونکو د دې هیواد د جنین د سقط کولو د ټولپوښتنې له پاره سختې هلې ځلې وکړې خو په دې هیواد کې یو محدود شمیر کسانو د داسې سترې بریا انتظار کوو.

https://p.dw.com/p/2yP4a
Irland: Abstimmung über Abtreibungsrecht war erfolgreich
انځور: Getty Images/C. McQuillan

دغه ټولپوښتنه یوازې په یوه چپ او ټیټ غږ پای ته ونه رسیده بلکه پایله یې په یوه داسې لوړ غږ ولمانځل شوه چې له سمندرونو ها خوا یې هم خلکو غږ واورید. د ایرلنډ د «یس» یا بلې په کمپاین کې ښکیلو ټولو کسانو هیله درلوده چې د دوی هڅې او کار به دوی بریا ته رسوي. د کمپاین ټولو غړو په خپلو ذهنونو کې داسې فکرونه لرل چې د عامو خلکو په زړونو کې د بدلون تلوسه تپیږي. هر چا هیله، هیله او هیله درلوده چې د بریا له پاره لا ډیر کار وکړي. دوی داسې تمه نه درلوده چې بریا دې د غرونو د اندازې په توپیر سره وي بلکه د یو څو رایو بریا هم دوی ته کفایت کوو.

خو د دې ټولو هیلو سربیره، هیچا د داسې پایلو انتظار نه درلود. هیچا له احساساتو، انرژۍ، برخلیک ټاکونکو، او د زړه له تله د رایه اچولو انتظار نه درلود. د ټولپوښتنې د بریا په هکله هم هیچا داسې تصور نه کوو چې د ګټلو توپیر به د دوه د یوه په مقابل کې وي، یعنې له هرو دریو پوښتل شوو کسانو څخه دوه یې مثبته رایه کارولې. په دې ترتیب سره د ایرلنډ د اساسي قانون په اتمه ماده کې به اوس بدلون رامنځ ته کیږي او په دې سره هغه وروستی باور چې ایرلنډ یو محافظه کاره هیواد دی، له اوبو سره لاهو کیږي.

د ټولپوښتنې رایې په داسې یوه ځای کې شمیرل کیدلې چیرته چې د ساویتا هالاپاناوار یو انځور هم ترسترګو کیدو هغه میرمن چې له درده ډکې کیسې یې د څلورو لسیزو راهیسې روان دغه کمپاین بلاخره بریا ته ورسوو. په ۲۰۱۲م کال کې د ایرلنډ په ګالوې کې د هغې ماشوم د ضایع کیدو په حال کې وو، خو د ایرلنډ د اساسي قانون په رڼا کې هغې د خپل ماشوم د سقط کولو اجازه ترلاسه نه کړه. د ایرلنډ د اساسي قانون د همدې ممانعت له امله د هغې د ماشوم ضایع کیدو دوه ورځې وخت ونیو چې په پایله کې یې هغه د سپسیس په ناروغۍ اخته شوه. سیپسیس د انسان ژوند ته خطر پیښوونکی یوه داسې ناروغي ده چې د انسان بدن په بدن کې د میکروبونو په مقابله کې د بدن غړي او انساج خرابوي. ساویتا هالاپانوار له وخت څخه د خپلې لور د مخکې تر زیږیدو یوازې څلور ورځې وروسته بیا خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

Irland Referendum über Abtreibung - Shampa Lahiri und Fianna Fáil lawmaker Catherine Ardagh
انځور: Gavan Reilly

د نورو ټولو هغو کسانو سربیره چې د رایو د شمیرلې له بهیر څخه لیدنه کوله، یوه یې هم شامپا لاهیري وه چې ډیره احساساتي وه. هغه په آسترالیا کې د هندي مور او پلار څخه زیږیدلې او اوس یې د ایرلنډ د ډبلن ښار له یوه اوسیدونکي سره واده کړی او د ایرلنډ تبع ده. هغه دلته په خپلو دودیزو کالیو کې راغلې او د ساویتا په فکرونه یې هم په خپل ذهن کې را څرخي.

نوموړې دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «دلته د راغلي هر مهاجر هیله د ښه ژوند موندل دي.» نوموړې زیاتوي چې موږ دلته راغلي یو او ډیر زحمت باسو ترڅو د خپلو اصلي هیوادونو په پرتله دلته ښو فرصتونو ته لاس رسی پیدا کړو. موږ دلته د دې له پاره نه یو راغلي چې په عامه روغتونو کې د مسلکي روزل شوو ډاکټرانو تر څارنې لاندې بیا هم مړه شو او خپل ژوند له لاسه ورکړو. د نوموړې په حواله، پرته له دې چې فکر وکړل شي چې تاسې د دې ټولپوښتنې په کوم طرف کې واقع یاست، خو هغه څه چې ساویتا هالاپانوار ته ورپیښ شول باید هرڅوک د دې درک ولري چې هغه باید نه وای پیښ شوي.

Irland Referendum über Abtreibung - Auszählung
انځور: Gavan Reilly

د ماښام تر شپږو بجو وروسته د ټولپوښتنې وروستی پایلې اعلان شوې. د ایرلنډ د ټولو ۴۰ ټاکنیزو حوزو له ډلې څخه یوازې یوې یې د جنین د سقط کولو ټولپوښتنې ته منفي ځواب ویلی وو. په ټوله کې ۲،۱۴ میلیونه رایې کارول شوې او د ایرلنډ په تاریخ کې دا په یوه ټول پوښتنه کې تر ټولو ډیرې رایې دي. له دې جملې څخه ۱،۴۳ میلیونه چې ۶۶،۴ فیصده کیږي، د یس یا هو په ګټه رایه ورکړې.

همدا چې پایلې اعلان شوې، د ډبلڼ قصر ورو ورو د خلکو له ګڼه ګوڼې خالي کیدو. څو ورځې وړاندې همدلته د ساویتا د مخ انځور رسم کړل شوی وو او یو هو یا یس یې هم څنګ ته لیکل شوي وو. د دې انځور په مخ کې د خلکو د همدردی او غم شریکی له امله د ګلونو ګیډۍ هم هر ساعت انباریدلې او خلکو دلته په پست کارتونو باندې خپلې هیلې هم پریښودلې. ځینو په دې پوست کارتونو کې د ساویتا په نامه له دې مهاجرې بخښنه هم غوښتې، داسې مهاجره چې دوی ورسره اصلا ملاقات هم نه دی کړی. په دې ترتیب سره د ایرلنډ خلکو د ساویتا هالاپاناور ته د امکان تر حده ډیر ښه درناوی وکړ، او د هغې روح یې د تل له پاره آرامه کړ.

زموږ له آرشیف څخه: