1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اداري فساد کي افغان حکومت دوهم مقام ګټلی

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

د شفافيت نړیوال سازمان تيره ورځ د فساد سره د مبارزې د نړیوالي ورځي په وياړ په يو رپوټ کي ويلي دي چي افغانستان د فساد له اړخه د مفسدو هيوادونو په قطار کي دوم ځای لري.

https://p.dw.com/p/QV14
انځور: BilderBox.com

د افغانستان د سياسي چارو مبصر فضل الرحمان اوريا د دويچه ويله سره په مرکه کي په همدې نظر دی چي فساد په افغانستان کي ترآخريني کچي رسيدلی دی، او د کابل دولت په فساد کي ډوب دی، دا فساد په دغه حکومت کي داسي سرطاني دانه ده چي حکومت يې د حرکت څخه غورځولی دی.

هغه وايي زما په نظر چي فساد خلک د دولت په مقابل کي او دولت د خلکو په مقابل کي درولي دي او د دې باعث سوی چي خلک پر دولت باندي خپل باور د لاسه ورکړي او بين امللي ټولنه پر دغه دولت باندي اعتماد ونه لري. ښايي په پای کي فساد ددغه حکومت په سقوط تمام سي .

دويچه ويله :ايا تاسو فکر نه کوی چي فساد يوازي په لويو پروژو کي ليدل کيږي او که په نورو برخو کي يې هم موجوديت محسوس دی؟

اوريا: فساد خو معمولاً په ټولو ټولنو کي وجود لري، دکومه وخته څخه چي نړۍ پيدا سوېده په هر دور کي فساد موجود وو، خو د کابل د حکومت په دننه کي موجود فساد د نورو دولتونو له فساد سره فرق لري، هلته که فساد پيدا سي ورسره مبارزه کيږي، ريښيي يې معلوميږي، دلته د فساد پر ضد مبازره نسته او د هري ورځي په تيريدو لا پسي ډيريږي.

دويچه ويله: فساد سره د مبارزې دپاره ځيني ادارې جوړي سوي،ايا تاسو فکر کوی چي دغه ادارې اغزيمني نه دي.

اوريا: دولت تر اوسه ندی توانيدلی چي په افغانستان کي پر سياسي او اقتصادي پروژو څارنه وکړي. ځکه افغان دولت نه نظارت کړی او نه يي توان لري. دغه پروژې نه يوازي دا چي موثريت نه لري، بلکي د افغانستان دولت يې لا په فساد کي ډوب کړی دی، نو دغه اعمال اغيزمنتوب نه لري او د ملک په تاوان دي.

دويچه ويله: افغان چارواکي وايي چي په لويو پروژو کي چي کوم فساد موجود دی، په هغو کي بين امللي ټولنه دخيله ده، ايا د حکومت دغه څرګندوني واقيعت لري؟

اوريا: زه عرض کوم که دلته نړيواله ټولنه اقتصادي او يا نوري پروژې ولري ،دا د دولت دنده ده چي هغه کنټرول کړي او د هغوی د کارونو جاج واخلي او د کارونو نتايج يې وخت په وخت بين امللي ټولني او افغان ولس ته روښانه کړي. موږ په فساد کي څوک ګرم نه سو بللای او يوازي دا ويلای سو چي د افغانستان مرکزي دولت په فساد کي ګرم دی؟

دويچه ويله: داسي ويل کيږي چي په افغانستان کي يوه خاصه کړۍ په فساد کي دخيله ده ،نه ټولي ادارې په دي باب ستاسو نظر څه دی؟

اوريا: په اساسي ډول په دغه دولت کي د لوړه څخه نيولې تر کوچني ماموره پوري ټول په يو ډول نه يو ډول په فساد اخته دي، په افغانستان کي داسي فساد وجود لري چي له پاسه رهبري کيږي؟

دويچه ويله: د رهبرۍ څخه مو هدف څه دی؟

اوريا: زما هدف دا دی چي فساد د سر له سړي پيل سوی او تر کښته پوري ټول پکښي ډوب دي، دغه سازمان سوی فساد له مشرتابه څخه سازماندهي کيږي او فساد کارانو ته د مصونيت فضا رامنځ ته کوي. د مثال په ډول که چيري يو والي اختلاص وکړي نو حتماً به د يوه وزير له لوري ملاتړ ورسره کيږي، دلته مافيايي بانډونه دي چي واک لري او دغه بانډونه د دې سبب سوي چي د فساد مختلفو ډولونو ته لاره هواره کړي او دوی يې مشري کوي.

دويچه ويله:د اوسني موجود فساد پر ضد د عادي افغانانو ،حکومت او بين امللي ټولني مسوليت څه دی؟

اوريا: ولسي افغانان خو په سياست کي ونډه نه لري، د خپل برخليک د ټاکلو صلاحيت نه لري او هغوی د فساد اصلي قربانيان دي، دولتي چارواکو خپل چانسونه د لاسه ورکړي او بين امللي ټولنه بايد په افغانستان کي يوه سالمه اداره رامنځ ته کړي، تر څو دغه ډول اداره وکولای سي د فساد مخ ونيسي.

مرکه کونکی:ميرويس جلال زی

کتونکی: محمد قاسم نوري