1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارغنداب کې ښځو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې میرمنو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي. د دغه ولسوالۍ اوسیدونکي او چارواکي د دې پروژې له پیلیدو څخه ډیر خوښ دي.

https://p.dw.com/p/14Qxs
انځور: Farkhonda Rajabi/DW

د ارغنداب ولسوالۍ ښځې وایي چې تر دې مخکې به تل په کورونو کې ناستې وې. هغوی زیاتوي چې پخوا به ئې په کورونو کې په سنتې ډول قندهارۍ غاړې جوړولې چې تر جوړیدو وروسته به ئې هغه د مصرف شوې وخت په پرتله په کمو پيسو پلورلې.

دغه میرمنې پر افغان دولت او اړوندو مؤسسو غږ کوي چې د ارغنداب ولسوالۍ سربیره په نورو کليو کې هم ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړي.

د ارغنداب د ولسوالۍ یوه اوسیدونکې وایي: «مخکې به په کورونو کې بېکاره ناستې وو. يا به مو يوه غاړه او يا به مو هم یو پټو جوړوه. دې کار به زموږ ډیر وخت نیوه. اوس ډیر ښه ده چې موږ حرفوي زده کړې تر لاس کړې او کولای شو چې په کم وخت کې ډیر کار وکړو.»

په افغانستان کې د اوږدو جگړو له کبله د یو شمیر کورنیو سرپرستان یا خو وژل شوي دي او یا هم معیوبه شوي دي. د ښځو له پاره د حرفوې زده کړو د ورکولو او دې ته ورته نورې پروژې له دغه شان کورنیو سره مرسته کوي او د کورنۍ ښځو ته د پیسو د پیدا کولو زمینې برابره وي.


په ارغنداب ولسوالۍ کې د په لاره اچول شوې پروژې چارواکي وایي چې د دوی لومړیتوب په کلیو کې له ښځو سره د مرستو کول دي ځکه چې د هغوی په وینا د کلیو ښځي د ښار د ښځو په پرتله ډیرې ستونزې لري.

نثار احمد د ارغنداب په ولسوالۍ کي د حرفوي زده کړو د پروژې مسؤل دئ. هغه وایي چې لومړی به ښځو ته ۱۵ ورځې او وروسته یوه نیمه میاشت د کالو گنډلو په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

د نثار په خبره په دې موده کې ميرمني کولاى شي چې د کاليو جوړول زده او بيا له دې لارې له خپلو کورنيو سره اقتصادي مرستې وکړي.

د ارغنداب ولسوالۍ د ولسي شورا مسؤل حاجي محمد، په دغه ولسوالۍ کي د ميرمنو له پاره د حرفوي زده کړو د کورسونو په لار اچول د دې ولسوالۍ د اقتصادي ودې له پاره مهم بولي.

هغه وایي چې د ارغنداب ولسوالۍ امنیت د ډاډ وړ دئ او نورې مؤسسې هم کولای شي چې په دغه ولسوالۍ کې پروژې په لاره واچوي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش