1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي سیالیو کې یوازینۍ افغانه لوبغاړې

مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

نادیه ندیم د ډنمارک د ښځو فوټبال د ملي لوبډلې له پاره په خپله دریمه لوبه کې ګول وواهه او په دې ترتیب سره یې خپل موقف تثبیت کړ. دغې په خټه افغاني د ډنمارک ملي لوبډلي ته تر ډیر زیار وروسته لاره پیدا کړې ده.

https://p.dw.com/p/19FiR
انځور: picture-alliance/dpa

پنځه ویشت کلنه نادیه ندیم د ډنمارک د فوټبال په ملي لوبډله کې لوبیږي. هغه په خټه افغانه ده خو له ۱۳ کلونو راهیسې په ډنمارک کې ژوند کوي. نادیه لس کلنه وه چې له کورنۍ سره یو ځای په ډیرو ستونزمونو لارو ډنمارک ته ورسیده.

۲۵ کلنه نادیه د دنمارک د لوبډلې د ښۍ خوا فارورده ده.
۲۵ کلنه نادیه د دنمارک د لوبډلې د ښۍ خوا فارورده ده.انځور: Getty Images

د هرې بلي کډوالې کورنۍ په څیر د نادیې کورنۍ هم په ډنمارک کي خپل ژوند په کمپونو کې پیل کړ او د کډوالو په همدغو کمپونو کې نادیې له فوټبال سره مینه پیدا کړه. د نادیې او کورنۍ کمپ ته نزدې د فوټبال یو کلپ وو چې نادیې هم پکې تمرینات پیل کړل.

دا د مسلکي فوټبال په ډګر کې د ناديې ندیم لومړي گامونه ول. نادیه وایي چې ډیر سخت تمرینونه به یې کول او له همدې کبله به هره ورځ لا ډیرو کسانو د هغې د لوبې ستاینه کوله: «له لومړي سره روزونکو زما لوبه خوښوله. بیا وروسته یو شمیر کلپونه راغلل او له ما څخه یې وغوښتل چې د هغوی په لوبډولو کې بازي وکړم.»

د ناديې له پاره هر څه تر ۱۷ کلنۍ پورې ډیر ښه روان ول، خو کله چې هغې وغوښتل چي د ډنمارک د تنکیو ځوانانو په لوبډله کې نړیوالي لوبې وکړي، هغې ته د دې کار اجازه ور نه کړل شوه. که څه هم نادیه د لوبې له لحاظه چمتو وه، خو د دې په خاطر چې دغې ځواني لوبغاړې هغه وخت د ډنمارک تابعت نه لاره نو ورته اجازه ور نه کړل شوه چې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.

نادیه په ۱۷ اولس کلنۍ کې د دنمارک د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته په لوبیدو و نه توانیده.
نادیه په ۱۷ اولس کلنۍ کې د دنمارک د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته په لوبیدو و نه توانیده.انځور: picture-alliance/dpa

د ډنمارک د قانون له مخې باید یو کډوال یا کډواله په دې هیواد کې لږ تر لږه اووه کاله ژوند وکړي ترڅو وشي کولای د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي. د ډنمارک د فوټبال ادارې غوښتل د ناديې په برخه کې یوه استنثنا رامنځ ته کړي خو هغوی په دې کار و نه توانیدل.

نادیې په ۲۰۰۸ کال کې د ډنمارکي تابعت تر اخیستو وروسته د لومړي ځل له پاره په پورتګال کې د ډنمارک د ملي ټیم له پاره لوبه وکړه: «زموږ لومړی لوبه له امریکا سره وه. ما هغه وخت ډیر د ویاړ احساس وکړ، ځکه هغه څه چې مې غوښتل تر لاسه مې کړل. هغه ورځ ټولو ماته کتل.»

خو دا هر څه ترلاسه کول د نادیې له پاره اسانه نه ول. هغه د ډیرو ستونزو پر وړاندې ودریده د خپلې قوې ارادې او کورنۍ په مرسته له هرې ازموینې کامیابه راووته.

دا چې نادیې په ډنمارک کې له شپږم ټولگي ښوونځی پیل کړی وو باید هغې د نورو په پرتله لا ډیر زیار ایستلی وای. پر دې سربیره باید هغې ډنمارکۍ ژبه هم زده کړې وای. خو د نادیې تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې په ډنمارک کې میشت ډیر شمیر افغانان له دې خبرې خوشحاله نه ول چې نادیې د یوې ځواني افغانې نجلۍ په توگه فوټبال کاوه: «په لومړي سر کې ډیرو کسانو په خاصه توګه زموږ خپلو افغانانو له دې سره ستونزه لرله چې زه ولې فوټبال کوم. خو زما مور ما ته تل ویل، چې لورې که تا ته یو کار سم ښکاري نو ته د نورو په خبرو پسې مه ګرځه او خپل کار کوه. له همدې کبله ما د خلکو د خبرو پروا و نه کړه خپل تمرین ته مې دوام ورکړ.»

نادیې په ۲۰۰۸ کال کې د دنمارکي تابعت تر اخیستو وروسته د لومړي ځل له پاره په پورتګال کې د دنمارک د ملي تیم له پاره لوبه وکړه.
نادیې په ۲۰۰۸ کال کې د دنمارکي تابعت تر اخیستو وروسته د لومړي ځل له پاره په پورتګال کې د دنمارک د ملي تیم له پاره لوبه وکړه.انځور: Getty Images

خو اوس هر څه بدل شوي دي او دا چې نادیه د ډنمارک د ملي لوبډلې له پاره لوبیږي، ټول افغانان د هغې ستاینه کوي او ورباندي ویاړي. له نادیې سره په دې سخت سفر کې د هغې مور او څلورو خویندو ډیر زیار ایستلی دی. نادیه اوس نه یوازې یوه کامیابه لوبغاړې ده، بلکې طب هم لولي او پر دې سربیره یې هم هغه کارونه زده کړي دي چې د هغې په خبره باید یوه افغانه نجلۍ پرې پوه شي.

نادیه له افغانستانه تر وتلو وروسته بیا دغه هیواد ته نه ده ستنه شوې، خو دا غواړي بیا خپل پلرني هیواد ته ولاړه شي. هغه وايې چې هیله لري د افغانستان د ښځینه فوټبال له لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړي.