1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د انساني قاچاق تکان ورکوونکی حالت

شمس الرحمن ناصر(دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبه

په اروپا کې د انساني قاچاق په هکله لومړۍ څېړنې ویرونکي دي. د دغي څېړني له مخي د قربانیانو شمیر زیات شوی او د محکومو تعداد کم شوی دی. د آلمان په دولت کي د نظر اختلاف په دې برخه کې د قوانینو سختولو مخه نيولې.

https://p.dw.com/p/18G4p
Osteuropäische Prostituierte warten am Donnerstag (08.09.2011) auf dem Strassenstrich an der Messe in Frankfurt auf Freier. Mehrere dutzend, mitunter sehr junge, Frauen aus Osteuropa gehen auf den LKW-Parkplätzen am Rande des Messegeländes anschaffen, was zu Beschwerden der Anwohner geführt hat. Foto: Boris Roessler dpa/lhe (Zu dpa-lhe Text vom Samstag 10.09.2011) +++(c) dpa - Bildfunk+++ Für Projekt : Destination Europe Schlepper und Menschenhändler Arbeit in der Illegalität
Osteuropäische Prostituierte Ausbeutung von Migrantenانځور: picture alliance/dpa

د اروپايي ټولني په غړو هيوادونو کي د هغو کسانو شمیر زیات شوی دی، چي اجباري کار، په کم عمر کې سوالګري او بدلمنۍ ته په زوره اړایستل کیږي.

دا د هغو پراخو څېړنو لومړۍ نتيجې دي چې د اروپايي ټولني کارپوهانو د انساني قاچاق په برخه کې ترسره کړي دي او د یکشنبې په ورځ د «دي ولت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼۍ په خپل ځانګړي رپوټ کې خپرې کړي دي.

د دغه تحقیق پر بنسټ د ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۰ کلونو په جریان کې د انساني تجارت د قربانیانو په شمیر کې ۱۸ سلنه ډیروالی راغلی دی چې د ۶۳۰۹ تنو څخه ۹۵۲۸ تنو ته لوړ شوې.

د اروپايي ټولنۍ له خوا د ترسره شوې تحقیق پایلې ښيي چې د اروپايي اتحاديي غړي هیوادونه په دې نه دي بریالي شوې چې د دغه پلان شوو جرمونو مخه ونیسي.

په هسپانيا کي د خيرات ټولونکي کوچنيان
په هسپانيا کي د خيرات ټولونکي کوچنيانانځور: Getty Images

د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو په موده کې د هغو کسانو په شمیر کې چې د انساني تجارت په جرم محکوم شوې دي ۱۳ فیصده کموالی راغلی دی چې د ۱۵۳۴ تنو څخه ۱۳۳۹ تنو ته راکښته شوي دي.

په آلمان کې د محکوم شوو کسانو شمیر د«۱۵۵څخه ۱۳۱» تنو ته، یعني ۱۵ سلنه راکم شوی دی. په دغو هیوادونو کې له کلونو راهیسي د جنايي څانګو مسئولین وايي چې تر ډیره د مالي امکاناتو په برخه کې ستونزه لري نو له همدې امله نشي کولای چې انساني قاچاقبران ونیسي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.

په آلمان کي د دې له پاره چې ثابت کړي چي د انساني قاچاقبرانو هدف بدلمنۍ ته د نجونو او ښځو اړ ایستل ول، قرباني شوي ښځي باید د تورن کس پرخلاف په محکمه کې شاهدي ورکړی، خو په عادي حالاتو کې دا ډول نه پيښیږې، ځکه چې تورنو کسانو هغه ښځه چې بدلمنۍ ته اړايستلې ده، هغې او د هغې کورنۍ ته يې ګواښونه کړي وي.

«انساني تجارت ټول زموږ په شاوخوا کی دی»

د اروپايي ټولني کړنلاره چې د«۲۰۱۲» د اپریل د میاشتې پر پنځمه نیټه د عملي کیدو پړاو ته ورسیده، دا ده چې د انساني قاچاق پر وړاندي بايد مبارزه او د قربانیانو د حقونو دفاع وکړي. خو تر اوسه پوري د دغي ټولني د غړو هیوادونو څخه یوازي ۵ هیوادونه په دې کار بریالي شوي دي.

د اروپايي ټولني د داخلي سياست کمېساري سسیلیا مالم ستروم د «دي ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼۍ سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل:«په ډیري سختې سره کولای شو باور وکړو چې د اروپايي اتحاديي په آزادو او ديموکراتو هیوادونو کې په لسونو زره داسي انسانان اوسیږي چې آزادي ځني اخستل شوې ده او د کالو په شان پلورل او پيریدل کیږي.»

په آلمان کي د انساني قاچقبرانو څخه نيول سوي انسانان. په دې کي ۷ ته افغانان ول او يو عراقی وگړی
په آلمان کي د انساني قاچقبرانو څخه نيول سوي انسانان. په دې کي ۷ ته افغانان ول او يو عراقی وگړیانځور: picture-alliance/dpa

هغې زیاته کړه: «خو دا یو تریخ حقیقیت دی چې انساني تجارت ټول زموږ په شاوخوا کې دی او تر هرهغه ځای چې موږ يي په اړه فکر وکړو راته نژدې دی.»

د قربانيانو ۶۸سلنه ښځي او۱۲سلنه يې نجوني دي

د اروپايي اتحاديي د څېړني پر اساس د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې په مجموع کې ۲۳۶۲۳ داسې انسانانو نومونه په رسمي توګه ثبت شوې دي چې د انساني قاچاقبرانو له خوا د زورزیاتي ښکار شوي دي. د دغو قربانیانو له جملې څخه ۶۸ فیصده يي ښځي۱۲ فیصده يي نجونې ۱۷نارينه او۳ فیصده هلکان دي.

په هرو درو قربانیانو کي دوه يې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوي دي، پاتي نور اجباري کار«۲۵فیصده»، سوالګرۍ، او یا دې ته اړ ایستل شوې چې د جراحي عملیاتو په وسیله د خپل بدن غړي د دغو انساني قاچاقبرانو په اختیار کې ورکړي.

د دغو قربانیان ډيری «۶۱سلنه» د اروپايي اتحاديي د غړو هیوادو اوسیدونکي دي، چې تر ټولو زیات يې بيا په بلغاريا او رومانيا پوري اړه لري. وروسته تردې اکثره قربانیان له افریقا«۱۴سلنه»، آسیا«۶سلنه» او له لاتین امریکا څخه «۵سلنه»دي.