1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د ترهګرۍ نوي ګواښونه

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

پرون په هالنډ کي 12 کسه د ترهګړۍ د فعالیتونه په تور و نيول سول. ويل سوي چي دغه کسان په خټه سوماليايان دي.

https://p.dw.com/p/QkFc
انځور: DW

د هالنډ څارنوال وويل چي د استخباراتي معلوماتو له مخه دغه کسان چي د 19 تر 48 کلونو پوري عمرونه لري، د نوموړي هيواد د روتردام په ښارکي نيول سوي دي.

امنيتي چارواکي وايي که څه هم هغوی په خټه سوماليان دي، خو د مختلفو هيوادونو تابيعت لري.

د پيښي د پلټني لپاره ګمارل سوي هالنډي څارنوال،Gerrit van der Burg وويل:« د هغوی يو شمير په روتردام کي اوسيږي، يو يې له ډنمارک څخه دی، خو د نورو تابعيت او هستوګنځايونه لا تراوسه معلوم سوي نه دي.»

نوموړي هالنډي څارنوال زياته کړه د ترهګرۍ د خبرداري رپوټ له مخه سړی کولای سي چي په هالند کي د ترهګري له يو پلان څخه خبري وکړي چي دغو مشکوکو ترهګرو تر لاس لاندي نيولی ؤ.

د هالنډ پوليسو وويل چي هغوی په روتردام کي يو دکان او څلور کورونه هم تلاشي کړي دي خو وسلي يا چادونکي توکي يي نه دي موندلي.

اروپا د ترهګرو له ګواښونو سره مخامخ ده. دا هغه يو خبرداري ؤ چي د اروپا امنيتي او استخباراتي ادارو د مسيحي ميلاد د اختر د لمانځونو څخه مخکي ورکړؤ.

خو داسي ښکاري چي نه يوازي د زور پالونکو اسلام پالو له خوا د ترهګرۍ ګواښونه په اروپا کي انديښي پيدا کړي، بلکه په خپله اروپا کي د ښيي اړخي افراطييونو فعاليتونو هم زرو پالني بڼه غوره کړي ده.

په ايټاليا کي د انارشيستانو په نامه يوې ډلي په روم کي د سويس او چيلي پر سفارتونو باندي د بمي ليکونو مسووليت په غاړه اخيستی دی.

د تيري پنجشنبي په ورځ په دغو سفارتونو کي دغسي بمونه وچاوديدل چي دوه کسان يي ټبيان کړل. دغه بمونه د ليک په پاکټونو کي پټ کړل سوي ول.

د ايټاليا امينتي چارواکو ته له حملو څخه وروسته يو ليک لاس ته ورغلی چي په هغه کي راغلي: « موږ پريکړه وکړه چي په وينا اوعمل سره تاسو زموږ د شتون په هکله خبر کړو. ژوندۍ دوي انارشي.»

د سويس او چيلي په سفارتونو کي د چادوني د رپوټ څخه وورسته په روم کي د اوکراين او استونيا سفارتونو هم وويل چي هغوی ته هم شکمن پاکټونه استول سوي ؤ، خو کله چي هغه پرانيستل سول هغه بې ضرره ول.

اوس په ايتاليا کي امينتي ځواکونه د تياريسي په حال کي راوستل سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل