1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د شکنجې په هکله انديښنې

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۲ آبان ۱۶, پنجشنبه

د اروپايي شورا وروستی راپور ښيي چي په اروپا کي هم د شکنجې ستونزه موجوده ده. د دغه راپور له مخي په اروپا کي د شکنجې د له منځه وړلو له پاره په کافي اندازه کار نه کيږي.

https://p.dw.com/p/1ADhf
انځور: picture-alliance/dpa

که په اروپا کي له خلکو څخه پوښتنه وسي چي آيا دلته هم شکنجه کول امکان لري؟ نو ښايي ډېری ووايي چي دا کار به ډیر موجود وي. خو دا سم جواب نه دی. د اروپايي شورا د شکنجې ضد کمېټې CPT په خپل راپور کي ليکلي دي چي په اروپا کي اوس هم شکنجه کول سته.

له سياسي تعقیب څخه له زورېدلو کسانو سره د مرستو سازمان کارپوهه ايليزه بيتنبيندر، وايي چي اوس د پخوا په شان د نوکانو د ايستلو او ورته شکنجو څخه کار نه اخيستل کيږي بلکي بل ډول شکنجې دي:

«نن سبا د بل ډول شکنجو څخه کار اخيستل کيږي چي رواني شکنجې دي او د سپيني شکنجې خطاب ورته کيږي. طبعاً د دغه ډول رواني شکنجو او تحقيرونو او له هغو سره تړلو ويرو تثبيتول ډېر مشکل کار دی.»


(CPT) د شکنجې، غېر انساني او تحقيرونکي چلن د مخنيوي له پاره د اروپايي شورا ځانگړې کمېټه ده. د دغي کمېټي نوم ښيي چي له شکنجې څخه يې مقصد يوازي جسماني شکنجه نه ده، بلکي د شکنجې نور فورمونه يې هم مقصد دی. په روان مېلادي کال کي دغي کمېټي په ۱۴ اروپايي هيوادونو کي پلټنې کړي دي او دوه واري يې ترکيې ته هم سفرونه کړي دي.

زندانونه خوندي نه دي
زندانونه خوندي نه ديانځور: picture-alliance / dpa

دغې کمېټي په دې ترڅ کي لږ وخت مخکي د اوکراين د بنديخانو تر څنگ په هالېنډ کي هم هغه زندانونه وليدله چي هغه بهرني بندیان پکښې بندي دي چي په دغه هيواد کي ورته د اقامت اجازه نه ده ورکړه سوې او پر هغوی باندي د «نا بلل سويو بهرنیانو» نوم ایښوول سوی دی. دغه بهرنیان تر هغه وخته پوري په دغو زندانو کي ساتل کیږي ترڅو خپلو اړوندو هیوادونو ته بیرته ستانه کيږي.

يادي کمېټې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۶) په شتراسبورگ کي د ۲۰۱۲ کال له جون مياشتي څخه بيا د ۲۰۱۳ مېلادي کال تر جولای مياشتي پوري خپل راپور وړاندي کړ. دغه کمېټه په ځنډ سره د اروپايي شورا د ټولو غړو هيوادونو چي اوس يې شمېر ۴۷ دی، د زندانونو کتنه کوي.

د دغه راپور د وړاندي کولو پر وخت د يادي کمېټي صحي کارپوه ږان پيېر رېسټيليني وويل چي په يو اروپايي هيواد کي لا هم د شکنجې په تړاو وضعه د مکمل ډاډ وړ نه ده. د دغه ډاکټر په وينا حتی د غربي اروپا په هيوادونو کي لا هم د تنقيد وړ کړني موجودي دي.

دا چي دا کوم هيوادونه دي په راپور کي نه دي راغلي. هغه په دې سبب چي دغه کمېټه د تړون له مخي د پلټل سوو هيوادونو د نومونو د څرگندولو اجازه نه لري.

دCPT کمېټه وايي چي د رواني شکنجو د تثبيتولو له پاره بايد طبي پرسونل و روزل سي تر څو د داسو شکنجو ثابتول اسانه سي. د طبي چارو کارپوه پروفيسور Jörg Pont چي پخپله يې هم د يوه زندان د ډاکټر په توگه کار کړی دی له يادي کميټې سره همږغه دی. هغه وايي:

«زه دا هيله لرم چي لا زيات طبي کسان د دغې ستونزي په تړاو تربيه او روزنه ترلاسه کړي. داسي روزنه چي پکښي له شکنجه سوو انسانانو سره د مرکې پروتوکول په ښه توگه جوړ سي.»

پروفيسور پونټ وايي چي د رواني شکنجې د تثبيتولو کار بايد په علمي توگه سره وڅېړل سي او بايد چي د تثبيتولو طريقې بايد تمرين کړل سي. خو کارپوهان پر دې ټکي همنظره دي چي تر اوسه پوري په سترگو نه ليدل کېدونکو شکنجو د تثبيتولو له پاره د ملسکي کسانو شمېر ډېر کم دی.