1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د غير قانوي افغان کډوالو د نيولو لپاره يو ګډ مرکز جوړ سو

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

فرانسې او بريتانيې په ګده د هغو افغانانو په نيولو لاس پوري کړی، چي هڅه کوي په پټه توګه بريتانيې ته ننوځي...

https://p.dw.com/p/MaYV
يو شمېر غير قانوني افغان کډوال په فرانسه کي د نيولو پر مهال
يو شمېر غير قانوني افغان کډوال په فرانسه کي د نيولو پر مهالانځور: AP

دغه اقدام وروسته له هغي د سه شنبې په ورځ سوی، چي د غير قانوني کډوالو د نيولو لپاره دغو هيوادونو يو ګډ پوليسي مرکز جوړ کړی.ددغو پناه وړنکو ډيري په فرانسه کي پټ او د نقليه وسايلو،يعني لاريو تر شا ځانونه پټوي او بريتانيا ته ننوځي.

د غير قانوني کډولو د مخ نيوي لپاره فرانسې او بريتانيا يوه ګډ ماموريت پيل کړی دی. د فرانسې د د کډوالو وزير، اريک بيزسن وويل:« دغه مرکز زموږ سره مرسته کوي، چي د غير قانوني کډوالو پر خلاف د څارني ماموريت پياوړی سي او هغوی په هغو ځايونو، لاريو يا کانټينرونو کي، چي دوی پټ دي، پيدا کړو او سمدلاسه په پوليسي اقداماتو لاس پوري کړو.»

بريتانوي او فرانسوي امينتي چارواکي به له دغه نوي مرکز څخه په استفادي سره د فرانسې په شمال کي د »کالای» CALAIS په مشهور بندري ښار ګوټي کي د غير قانوني کډوالو لاري وڅاري.

له دغه سرحدي ښار ګوټي څخه هره ورځ په زر ګونو باروړونکي لارۍ له خپلو کانټينرونو سره له فرانسې څخه د بريتانيې په لور خوځيږي.

په اروپا کي يو شمېر غيرقانوني افغان کډوال
په اروپا کي يو شمېر غيرقانوني افغان کډوالانځور: AP

د فرانسې د کډوالو وزير، له خپل برتانوي همتا، فيل وولاس سره په ګډه د نوموړي مرکز د پرانيستلو په وخت وويل: په عين وخت کي به په افغانستان کي يو کمپاين په لاره واچول سي، ترڅو خلکو ته د غير قانوني کډوالو د لالهانده ژوند او هغه خطرونه ،چي دوی ور سره مخامخ دي، معلومات ورکړي تر څو له خپل هيواد څخه بهرني نړۍ ته په غير قانوني توګه له سفرونو څخه ډه ډه وکړي.

د فرانسې د کډوالو وزير وويل:«اوس هغه وخت رارسيدلی،چي د انساني قاچاقبرانو ناوړه فعايلتونو ته د پای ټکي کيږدو. دغه قاچاقبران له خلکو څخه پيسې شکوی او انسانان له يو لالهانده ژورند سره مخامخ کوي. »

د سپټمبر په مياشت کي فرانسې د خپل هيواد په شمال کي د غير قانوني کډوالو يو ستر کمپ چي د «جنګل» کمپ په نامه ياديده وتړی او يو زيات شمېرغير قانوني افغان کډوال يي بيرته افغانستان ته واستول. ځيني نور افغانان همدا اوس په پټه توګه د پار يس په ښار کي غير قانوني ژوند تيري وي، په کورونو کي پټ دي او يا پر سړکونو بې سر پناه شپي او ورځي تيروي.

د فرانسې د کډوالو وزير، Besson وويل:« له هغي ورځي څخه، چي د جنګل کمپ تړل سوی دی،« کالای»CALAIS نور د انساني قاچاقبرانو بندر نه دی». هغه وويل چي د مارچ په مياشت کي يواځي له دغه بندر څخه د تيريدو 75 هڅي وسوي حال دا چي د تير کال په سپټمبر کي 1452 هڅي سوي وې.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل