1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اروپا کي د مسافرو معلومات بايد ثبت شي»

۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمیزیر د شینگن په زون کې د آزادانه سفر کولو قانون په برخه کې خلا ویني. د هغه په خبره دا قانون د ترهگرۍ پر وړاندي مبارزه ستونزمنه کوي، له همدې امله باید د غیرقانوني سفرونو مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/1IC4m
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په اروپا کې دننه د سفر کولو له پاره د یوه نوي قانون غوښتنه کوي. ډیمیزیر د «دي ولټ» وروځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «موږ غواړو پوه شو چې کوم کسان د شینگن زون ته ننوزي او بیرته له دې ځای څخه وځي.».

که څه هم په اوس وخت کې ویزې ورکول کیږي، خو په دې برخه کې هیڅ تشخیص نه کیږي چې آیا یو شخص واقعاً هم دغې ساحې ته ننوتلې یا هم وتلې دی؟

ډیمیزیر وویل چې د نړیوال تروریزم او جنایتکاره ډلو سره د اغیزمنې مبارزې له پاره دا ډیره مهمه ده چې د شینگن په زون کې د دریم تابعیت درلودونکو اشخاصو د غیر قانوني سفرونو د وخت، ځای، او دغه زون ته د دوی د داخلیدو او خارجیدو په هکله معلومات ولرو.

ډیمیزیر زیاته کړه: «د ویزې او بیومیټریک ډاټایې(د معلوماتو بانک) کولې شي مونږ ته خبردارۍ راکړي، کله چې د یو دریم یا بل هیواد تابعیت درلودونکی د خپل اقامت له ټاکل شوي وخت څخه په یو بل غړي هیواد کې زیات پاتې شي.».

د آلمان د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د نوي ثبت نام یا راجستر کیدو پر سیستم همدا اوس کار روان دی. د هغه په خبره له دغه نوی سیستم سره به د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د امنیت تر څنگ، اروپا ته د پرواز کونکو مسافرو اسناد ارزیابي او د دوی د لا زیات امنیت د خوندیتوب هڅه وشي.

ډیمیزیر آلمان ته په راتلونکو پروازونو کې د مهاجرو د راجستر کیدو په هکله وویل چې په اوس وخت کې تر کنترول لاندی دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزیر وویل چې له دغه نوي سیستم سره به د بیلگې په توگه د اروپایې معلوماتو بانک په موجوده سیستم کې چې د شینگن انفارمیشن سیستم یې بولي، همدارنگه د کډوالو معلومات او یا د دویزې د معلوماتو په سیستم کې کې هم بهتروالې رامنځته شي. په بنسټیزه توگه د شینگن د ۲۶ غړو هیوادونو اتباع کولې شې دغو هیوادونو ته (بې د وزیرې له محدودیت څخه) آزادانه سفر وکړي.