1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي سړې هوا ډير کسان وژلي دي

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

په اروپا کي سختي واوري او سړې هوا تر اوسه پوري په سلونو انسانان وژلي دي او يو زيات شمېر نور ئي د مرگ له گواښ سره مخامخ کړي دي. د اروپا د بېړنيو حالاتو اداره وايی چي گواښ لا موجود دئ.

https://p.dw.com/p/13z4U
انځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ د سړې هوا له کبله په اروپاکي ډير انسانان مړه سول. په پولنډ کي يخي هوا د شپږو کسانو ژوند واخيست، او درې نور د مرگزگرمۍ د خرابۍ له امله نفس تنگه شوي دي.

په هنگري کي هم څلور کسان چي د سړې هوا له کبله ئي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ موندل شوي دي. همدا راز په آلمان، ايټاليا او يونان کي هم مړي موندل سوي دي.

د صربيستان چارواکو د سه شنبې په ورځ له هغه وروسته بيړنی حالت اعلان کړ چي شاوخوا ۷۰۰۰۰ انسانان پخپلو کليو کي د ډيري واوري د اورېدلو له کبله بند پاته ول. په دغه هيواد کي د اوبو د جريان پيدا کولو له پاره له پوځ څخه مرسته غوښتل سوې او د سترو چاودنو په تر سره کولو سره د يخ سوي سيند اوبو جريان پيدا کړی.

صربيستان دغه راز له هنگري څخه د يخ ماتولو کښتۍ راغوښتي چي خپله سمندري لاره پرانيزي.

بندي لاري

کرواشيا تر واورو لاندي
کرواشيا تر واورو لانديانځور: DW/Martinovic

په جنوبي کرواشيا کي حکومت هڅه کوله چي کليو ته درمل او خوراکي مواد ورسوي. پر دغو کليو شاوخوا يو نيم متر واوره اورېدلې ده چي لاري ئي بندي کړي دي.

په شرقي اروپا کي هم د واوري د اورېدلو له کبله له ډيرو کليو سره اړيکي پرې سوي دي. په بلغاريا کي د بارانونو د اورېدلو او د واوري د ويلي کيدلو له امله د دوشنبې په ورځ سيلاب راغلی چي اته کسان ئي مړه کړل. په رومانيا کي د شاوخوا ۱۴۶ کليو لاري تړل سوي دي او برېښنا هم قطع سوې ده.

په تيرو دوو اونيو کي سړې هوا په ټولي اروپا کي شاوخو۴۰۰ کسان وژلي دي. د دغو کسانو په ډله کي ډيری ئې بې سرپنا کسان دي. يخي هوا د اوکراين هيواد تر ټولو ډير زيانمن کړی دئ.

د دغه هيواد چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي ول چي تر اوسه ئې ۱۳۵وگړي له لاسه ورکړي دي.

ويل کيږي چي د يخي هوا دغه څپه به د فبرورۍ د مياشتي تر نيمايي پوري دوام وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل