1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي پر تبعض باندي نیوکه سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان له خوا په یوه نوي خپاره شوي رپوټ کې پر يو شمیر اروپایي هیوادونو باندي نیوکه شوې ده چي له خپلو مسلمانو اتباعو سره سم چلند نه کوي.

https://p.dw.com/p/14k4j
انځور: AP

په دغه رپوټ کي د ځینو هیوادونو له خوا د پوړني پر پرسرولو او د منارونو پر جوړولو باندي پر بندیز نیوکي شوي دي. د بخښني نړیوال سازمان پخپل رپوټ کي چي د سه شنبې په ورځ خپور شوی دئ لیکلي دي چې په وروستیو کې یو شمیر اروپایي هیوادونو داسي قوانین تصویب کړي دي چي پکښي د هغوی د مسلمانو اوسیدونکو پر وړاندي تبعیض راغلی دئ.

دغه رپوټ چي د «انتخاب او تبعیض: په اروپا کي د مسلمانانو پر وړاندي تبعیض» تر عنوان لاندي خپور شوی دئ پر بلجیم، فرانسې، هاليند، هسپانیې او سویزرلند باندي په خاصه توگه نیوکي کوي.

د رپوټ په حواله د مخ د پټولو منع کول، په ښوونځيو او نورو ځایونو کي د ديني سمبولونو د کارولو منع کولو ته په خاصه توگه د ډیر ورانوونکو مسائلو په توگه اشاره کوي.

د بخښني د نړیوال سازمان یو چارواکی مارکو پیرولیني، وايي چي ډیر وخت سیاستوال او سیاسي گوندونه د دې پر ځای چې په اصل کي د دغو مسائلو له منځه وړلو ته توجه وکړي له هغوی څخه د رایو د راټولو د وسیلي په توگه کار اخلي.

د هغه په خبره په یو شمیر هیوادونو کي مسلمانو ښځو ته یوازي د دې په خاطر د کار چانس نه ورکول کیږي او یا هم هغوی درسي صنفونو ته نه پریښودل کیږي چي هغوی پوړني پر سر کوي او یا هم خپل خاص کالي اغوندي. دغه چارواکی زیاتوي چې همداراز د هغو مسلمانو نارینو سره هم همدا شان چلند کیږي چي ږیره ئې پریښي وي.

په رپوټ کې همداراز پر ځینو سازمانونو هم نیوکه شوې ده چې پخپله ئې داسي قوانین جوړ کړي دي چي له مخي ئې د دغو سازمانونو کارکوونکي نه شي کولای چې ديني سمبولونه واغوندي.

په رپوټ کې په خاصه توگه پر بلجیم، فرانسې، هالند، هسپانیې او سویزرلند باندي د هغه قانون د تصویبولو له کبله نیوکه شوې ده چې له مخي ئې په دغو هیوادونو کي ښځې نه شي کولای چې ټکري پر سر کړي.

په رپوټ کې همداراز د هسپانيې هغي پریکړي ته هم اشاره شوې ده چي له مخي ئې د دغه هیواد یو شمیر مسلمانانو ته د مسجد د جوړولو اجازه نه وه ورکړل شوې چي له کبله ئې هغو دباندي لمونځ کولو ته اړ شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل