1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کښي د ارقامو د ثبتولو پر سر مناقشې رواني دي

۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د پوليسو لخوا د ارقامو د ثبتولو پر موضوع باندي په ټوله نړۍ کي مناقشې رواني دي. پرشديدو انتقادونو سربيره اروپايي کمېسيون پردې ټينګارکوي چي د اشخاصو ارقام ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/RIzB
د ارقامو د ثبتولو پر ضد لاريونونه
د ارقامو د ثبتولو پر ضد لاريونونهانځور: AP

د ډېري مودې راهيسي د شبکو د فعالينو دپاره د ارقامو ثبتېدل د خوښي وړ کار نه دی. دوی تل ددغه کار په مقابل کي درېدلي دي. دوي د نورو تر څنګ په يوه ويديويي فلم کي دا ښکاره کوي چي د پوليسو چارواکي څنګه هرشی ثبتولای سي.

په دې فلم کي ښکاري چي، ته چاته او څه وخت تيليفون کوې . تا خپل د موبايل تيليفون څخه څه وخت کار اخيستي دي او چيري. څه وخت دي په انترنت کي ځان ثبت کړي دي او کومي انترنت پاڼي دي کتلي دي. چاته دي ايميل استولي دي او داسي نور.

د اروپايي ټولني داخله کميساره سيسيليا مالم شترويم وايي چي د ارقامو ثبتول ډېر شيان ثابته کړي او د يوې موضوع په روښانه کولو کي ډېره مرسته کوي.

«په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰کال کي په هنګري او پولنډ کي زړو خلکو ته داسي تيليفونونه سوي دي چي خپل ځان يې د هغوی د نژدې خپلوانو څخه بللي دي. په ځينو داسي پېښو کي دغو زړو خلکو ته په زرهاوو يورو تاوان رسېدلی دی. پوليس هغه وخت کاميابه سول چي دوی ونيسي ، کله چي يې ددوي د تيليفون ثبت کړی آواز امتحان کړ.»

دا چي د ارقامو د ساتلو پلويان په دې اړه څه وايي دا داروپايي کمېسيون دپاره کاملاً بې تفاوته ده. د موبايل تيليفونونو او انترنتي ارتباطاتو ارقام بايد ثبت سي تر څود ترهګرۍ بريدونو او نورو جنايتونو څخه مخنيوی وسي.

خو ددغه ارقامو د ثبتولو د وخت په اړه د اروپايي ټولني غړو هيوادونو په منځ کي ځيني توپيرونه هم موجود دي. « د اروپايي ټولني ځيني غړي هيوادونه ددغو ارقامو د ثبتولو او کارولو په اړه کوم معين وخت نه دي ټاکلی او ځينو يې ټاکلي دي. ځيني يې دغه ارقام د دوو کلونو او ځيني يې يوازي دشپږو مياشتو دپاره ثبتوي.»

اروپايي کمېسيون اوس غواړي په دې اړه يو معين قانون رامنځته کړي. ددغه قانون په وسيله بايد د يوه کس شخصي ساحې ته تاوان و نه رسيږي. کمېسيون بايد دا تر نظارت لاندي ونيسي چي کوم چارواکي دا ډول ارقام د کوم ډول اهدافو دپاره کار يوسي.

څرنګه چي جرمني د اروپايي کمېسيون هغه قانون چي تر اوسه پوري مدار اعتبار ؤ نه دی عملي کړی نو برکسل غواړي چي پر هغه باندي د پيسو جريمه راولي. دا چي جرمني ولي تر اوسه پوري دغه قانون نه ؤ منلی ، تل دهغه پر سر د زرغون او ژيړ اييتلاف تر منځ د نظر اختلافونه موجود وه.

ليون/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل