1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اروپا کې سرحدي کنترول باید پای ته ورسیږي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخې د اروپايي اتحادېې کمېسیون پر یوه پلان کار کوي چې له مخې یې د مهاجرو کړکېچ له امله په اروپا کې رامنځ شوی سرحدي کنترول، د روان میلادي کال تر پایه ښايي بیرته له مینځه ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/1I6Tb
انځور: Getty Images/AFP/G. Schiffmann

د تیر میلادي کال له دوبي راهيسي اروپا ته د مهاجرو بهیر له تندیو سره د اروپايي اتحادېې ځينو غړو هیوادونو په خپلو سرحدونو کې کنترول بیرته اعاده کړ.

ویل کیږي چې له دغه اقدام سره نه یوازي د غړو هیوادونو ترمنځ په ترانسپورت کې یو لړ ستونزې رامنځ ته شوي، بلکي سرحدي کنترول د زیاتو لگښتونو لامل هم گرځیدلی دی.

د اروپايي اتحادېې کمېسیون اوس هڅه کوي چې د اروپا په دننه کې د سرحدونو کنترول بیرته لغو کړي. د آلمانۍ ورځپانې «زیود دویچه څایتونگ» د یو راپور له مخې اروپايي کمیسیون په پام کې لري چې له ترکیې سره د دغې اتحادېې د بهرنيو سرحدونو په کنترول کې له «فرونتکس» نومې ادارې سره پراخه مرسته وشي.

د دغه پلان له مخې د روان میلادي کال په مني کې باید د «اروپايي سرحدي او ساحلي محافظینو» ماموریت د عملیاتو له پاره چمتو کړای شي.

خو د اروپايي اتحادېې کمېسیون نن پنجشنبه (۲۰۱۶ کال د مارچ دریمه)  ونه غوښتل چې د «زیود دویچه څایتوگ» د دغو معلوماتو تصدیق وکړي. د کمېسیون یوې ویاندي د آلمان خبري آژانس ته یوازي دومره وویل: «راپور تر اوسه پوري بشپړ شوی نه دی او که چیری ډير وخت خپور هم شي، ښايي د جمعې ورځ به وي».

د«زیود دویچه څایتوگ» د معلوماتو له مخې د اروپايي اتحادېې کمېسیون په خپل مسوده شوي پلان کې د شینگن په حوزه کې د بیا سرحدي کنترول نافذولو له امله احتمالي لگښتونو ته اشاره کړې ده. په مسوده کې چارواکو اټکل کړی چې سرحدي کنترول د اروپا اقتصاد ته په کال کې د ۷ تر ۱۸ ميلیارده يورو پوري تاوان رسوي.

دا د شنگن په حوزه کې د اقتصادي توانمندۍ ۰،۱۳سلنه برخه جوړي. سر بیره پر دې دا د اروپايي اتحادېې د ۲۲ غړو تر څنگ نور اروپايي هیوادونه لکه آیسلند، ناروې، سویس اولیښتنشتاین هم اغیزمن کوي.

د اټکلونو له مخې د اروپا په دننه کې سرحدي کنترول په خاصه توگه د سړکونو له لاري بار وړنکي ترانسپورت سخت تاواني کوي. په دغو لویو لارو یا «موټر وي» کې چې په آلماني ژبه یې «آتوبان» بولي، نه یوازي د بار وړنکو موټرو يا لاریو چلونکي، بلکي۱،۷ ميلیون کارکونکي چې د اروپايي اتحادېې په داخل کې په موټرو کې خپلو کارونو ته ځي او راځي، له ستر ازدحام سره هر ورځ مخامخ کیږي.

د محاسبو له مخې له دې سره شرکتونه تاواني کیږي، څرنگه چې په سرحدونو کې د انتظار له امله په کال پر هغوی باندي د ۲،۵ ميلیارده تر ۴،۵ ميلیارده يورو پوري اضافي لگښت راځي.

سر بیره پر دې سرحدي کنترول د سیاسحت صنعت هم تاواني کړی. د محاسبې له مخې هوټلونو او مېلمستونو ته په کال کې تر ۱۳ ميلیونه یورو پوري تاوان رسیږي، ځکه د شپې تیورلو له پاره یې په مېلمنو کي کمښت راځي.