1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې نوې امريکايي قوماندان په افغانستان کې د بياودانولو فعاليتونو د زياتوالی غږ کړی دی

۱۳۸۸ تیر ۱۰, چهارشنبه

د اوروپا لپاره دامريکي نوي قوماندان امير البحر James Stavridis دا خبره يو ځل بيا جوته کړيده، چی په افغانستان کی به سوله او ثبات یواځی د پوځی عملیاتوپه پرمخ بیولو سره تر لاسه نشی.

https://p.dw.com/p/IenT
قندهار ته نږدې يو امريکايی عسکرانځور: AP

بايد به دغه هیواد کی د بيرته وروغونی او اقتصادی پرمختیايي چاروته زیا ته پاملرنه وشی، بايد په دغه هیواد کی سړکونه جوړ شی، ښونځی پرانستل شی، او د کرني او مالداری مسایلو ته زیاته پاملرنه وشی.

امير البحر یا دسمندری ځواکونو ستر جنرال James Stavridis په اوروپا کی دامریکی دمتحده ایالتونو دپوځي ځواکونو د قوماندان په توګه د پخواني امریکايي جنرال Bantz Craddock په ځای چی د پیاده قواو قوماندان و، مقرر شوی او پرون يی د آلمان د شتوت ګرت ښار ته نژدی په خاصو مراسمو سره په داسي حال کی چي د امریکی دفاعي چارو وزير روبرت ګيتس او د دغه هیواد لوي درستيز مايک مولن هم حاضر و، پخپل نوي دندی پيل کړید ي.

Stavridis وايي «مونږ بايد په افغانستان کي داسی يو سیاست وچلو چی په هغه کی د دفاعي چارو د پرمخ بيولو تر څنګ د افغانستان د ولس لپاره سوله او امن هم تامين کړای شی. جنرال Stavridis به سبا په بروکسل کي د اروپا د پاره د ناتو د ستر قوماندان دنده هم په رسمي دول سره په غاړه واخلی. چی په دغه دنده کی به دی هڅه وکړی تر څو اوروپايي هیوادونه د افغانستان د بيرته رغوني په چارو کی د پخوا په پرتله زیاته ونده واخلی.

دی وايی چی زه له دی مسالی سره زیاته علاقه مندي لرم چي په اوروپا کی زمونږ ملګری د افغانستان لپاره په بدیل ډول سره په اقتصادی او پرمختیايی چارو کی خپلۍ وندی تر سره کړی.

د يوه بل خبر له مخی په اوروپا کی د ناتو پخوانی قوماندان John Craddock چی دکار وخت يی پاي ته رسیدلای دی، په افغانستان کی د اوروپایانو پوځی وندی ضعيف او نیمګړی ګڼلي. دي د Stuttgarter Zeitung په نامه یوی المانی ورځپاڼۍ سره په مرکه کی وايی چی اوروپايی سیاست مداران په دی ادعا سره چي ولس څه غواړی، د مسولیتونو د منلو څخه غاړه غړوی.

اوبيا نوموړی جنرال په افغانستان کی د آلماني عسکرو د دندو د محدودیتونو په اړوند وايی چي مونږ «په افغانستان کي له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ يوو» او یو علت هم همدا دی چي مونږ هلته د زیاتو په اصطلا محدودیتونو له امله نشو کولای انعطاف پذيره ووسو.

او په دی وروستیو کی په آلمان کی دا خبري او جرو بحثونه چی آیا په افغانستان کی جګړه ده يا «يو ماموریت» دا ډول خبرو او جرو بحثونو زمونږ عسکرو ماغذونه نه خلاصیږی. سیاست مداران کولای شی په دی هکله خبري اوږد بحثونه وکړی، خو زه يو عسکر يم او ځما لپاره څه چی په افغانستان کي روانه هغه جګړه ده او که تاسی د آلماني عسکرو څخه هم دا پوښتننه وکړی، نو هغوي به هم همدا ځواب درکړی.

په Craddock باندی چی د ناتو د ستر قوماندان په توګه يی دنده سبا پای ته رسیږی، له دي امله یو وخت نیوکی شوی وی، چی نوموړی په افغانستان کی د نشه يي توکو د یوه ستر قاچاقبر د وژلو امر ورکړی و.

د جنرال کرادوک په ځاي سبا په اوروپا کی د ناتو د ستری قوماندانی دنده امریکايی جنرال امير البحر James Stavridis په غاړه اخلی. معمولا د ناتو د ستری قوماندانی دنده يو امریکايی په غاړه اخلی او د ناتو لوي منشی يو اوروپايی وي.

ضيا فضلی

کتونکی: يحيی وردک