1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ګړندیو اورګاډو د احتمالي بریدونو پلان؟

شمس الرحمن ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د القاعدې ترهګره شبکه په پام کې لري چې په اروپا کې ګړندي اورګاډي تر بریدونو لاندې ونیسي. په دې اړه معلومات د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې تر لاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/19SC7
انځور: imago/imagebroker

د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتي سرچینو په حواله د دغه هیواد ملي استخباراتي اداره (NSA) پر دې توانیدلې ده چې د القاعدې د ترهګرې شبکې ځېنې تلیفوني خبرې واوري. په دې تلیفوني خبرو کې د اروپا پر ګړندیو اورګاډو د بریدونو د پلان په هکله خبرې شوې دي.

د «بیلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست ۱۹مه) په ګڼه کې لیکلې دي چې دغه خبرې په دې وروستیو اوونیو کې د القاعدې شبکې د لوړپوړو مشرانو تر منځ ترسره شوې دي.

د دغه راپور پر اساس د القاعدې د غړو تر منځ په خبرو اترو کې د «اروپا په ګړندیو اورګاډو د یو شمیر تروریستي بریدونو» د ترسره کولو د پلان په هکله معلومات ترلاسه شوي دي.

د امنیتي چارو کارپوهان په دې آند دي چې ښایي دغه بریدونه«د ریل ګاډې د پټلیو د ویجاړولو، د بریښنا د لاینونو پریکولو، او یا هم په ګړندیو ریلونو کې د چاودیدونکو موادو ځای پرځای کول» پیشبیني کړای شي.

دغه کارپوهان زیاتوي:« کیدای شي د ګړندیو اورګاډو تونلونه او پلونه هم تروریستان د خپلو بریدونو هدف وګرځوي.»

د بیلډ ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د آلمان امنیتي نهادونو د دغو اطلاعاتو د ترلاسه کولو وروسته د ریل ګاډو په خطونو او تم ځایونو کې « پټ امنیتي تدابیر» نیولي دي.

آلمان خپلو امنیتي ځواکونو ته د تیارسﺉ امر کړی دی

د آلماني رسنیو د رپوټونو په حواله د دغه هیواد امنیتي ځواکونه د تیارسﺉ په حالت کې دي. له دوو اوونیو راهیسې د آلمان د ریل ګاډو په تم ځایونو کې امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي.

د رسنیو په حواله د آلمان د فدرالي پولیسو ځواکونه د سیمه ییزو پولیسو او امنیتي کارکوونکو د مرستې له پاره د اورګاډو په تم ځایونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د احتمالي بریدونو د خطر وروسته، امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي
د احتمالي بریدونو د خطر وروسته، امنیتي تدابیر سخت کړای شوي ديانځور: picture-alliance/dpa


د آلمان حکومت تر اوسه د دغو احتمالي ګواښونو او د امنیتي تدابیرو د رپوټونو په هکله کوم رسمي غبرګون نه دی ښووولی او نه هم د دغو رپوټونو د ریښتینوالي په هکله چارواکو څه ویلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو، ملي استخباراتي ادارې هم تر اوسه پوری اروپايي چارواکو ته د دا ډول رپوټونو د استولو په هکله څه نه دي ویلي. په تیرو اوونیو کې د متحده ایالاتو ملي استخباراتي اداره، د اروپایي او امریکایي وګړو د انټرنیټي او تلیفوني معلوماتو د پټ څارلو له امله له سختو نیوکو سره مخامخ شوې وه.

د القاعدې شبکې په ۲۰۰۴ کال کې مادرید ته څیرمه پر یوه اورګاډې او په ۲۰۰۵ کال کې د لندن په ښاري بسونو او میترو کې بریدونو تر سره کړل. په هسپانيه کې۱۹۱ تنه او په بریتانيه کې۵۶ تنه د دغو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي ول.