1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کي پر پوليسو د دوو ښځو وسله وال يرغل

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

په استانبول کي دوو وسله والو ښځو د پوليسو پر يوه مرکز يرغل کړی. دغو ښحو د پوليسو مرکز ته پر يوه ننوتونکي موټر باندي ډزونه کړي او لاسي بمونه يې پر غورځولي دي. ويل کيږي چي دواړي د پوليسو له خوا وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1I67k
انځور: Reuters/O. Orsal

د ترکيې امنيتي ځواک په استانبول کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي د يوه خونړي يرغل مخه نيولې ده. د استانبول گرونر واسيپ شاهين، «DHA» خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه دواړي «تروريستاني» ئې «خنثی» کړي دي. هغه د دې پوښتني جواب نه دی ورکړی چي دغه ښځي وژل سوي که نيول سوي دي.

شاهين دغه راز ويلي دي چي په دغه يرغل کي دوه پوليسه سرسري ټپيان سوي دي. د دوغان خبري آژانس له خوا په ثبت سوې ويډيو کي ښکاري چي له دغو دوو ښځو يوه ئې د پوليسو پر موټر باندي فايرونه کوي او هغه بله ئې لاسه بم غورځوي. دغو وسله والو ښځو د پوليسو د گزمې پر هغه موټر باندي يرغل کړی چي خپل مرکز ته د ننوتلو په حال کي وو.

د ترکيې دولتي خبري آژانس «آنادولو» د خبر له مخي لاسي بم چاودلی نه دئ. ياد خبري آژنس ويلي دي چي دغه دواړي ښځي تر يرغل وروسته تښتېدلي او يوې بلي ودانۍ ته ننوتلي دي. پوليس بيا د څرخۍ الوتکو او ځانگړي ځواک په مرسته دغي ودانۍ ته ننوتلي دي.

د پوليسو هغه مرکز چي يرغل پرې سویش
د پوليسو هغه مرکز چي يرغل پرې سویشانځور: Reuters/M. Sezer

د يرغل پړه تر اوسه پوري هيچا منلې نه ده. آنادولو خبري آژانس خبر ورکوي چي دغه ښځي په افراطي ډلي (DHKP-C) پوري اړه لري.

دغي ډلي څو واري په استانبول کي د پوليسو پر مرکزونو يرغلونه کړي دي.

په ترکيه په وروستيو مياشتو کي ډېر يرغلونه سوي دي. له څو مياشتو راهيسي په استانبول او انقره کي پوليس د تيارسئ په حال کي دي.

د روان کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۷ نېټه په انقره کي د عسکرو پر يوه سرويس موټر باندي د يوې وسله والو افراطي ډلي په ځانمرگي بريد کي په لسونو انسانان ووژل سول.