1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کي د امن د ګډي جرګې غونډه پيل سوه

۱۳۸۷ آبان ۶, دوشنبه

دغه جرګه ګۍ د هغي جرګې د لړۍ يوه کړۍ ده چي تير کال د اګست په مياشت کي په کابل کي جوړه سوې وه.

https://p.dw.com/p/FhxP
په کابل کي د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرګه چي تير کال جوړه سوې وه
په کابل کي د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرګه چي تير کال جوړه سوې وهانځور: AP

افغان او پاکستاني چارواکي او قومي مشران په اسلام آباد کي جرګه کوي تر څو د خپلو هيوادونو د ګدي پولي په اوږدو کي د طالبانو او القاعدې د زور زياتيو د مخ نيوي لپاره ګډي لاري چاري پيدا کړي.

د هغوي دغه جرګه د تير کال د اګست د مياشتي په کابل کي د امن تر نامه لاندي د جرګي لړۍ کي جوړيږي. د غونډي پيل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي وويل :« افغانستان او پاکستان دواړه له ترهګري سره مخامخ دي او هغوي بايد د هغه پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.»

دا چي د هغوی د غونډي پايلي به په افغانستان او پاکستان کي د زور زياتيو په مخ نيوي کي مرسته وکړي که نه، په کابل کي د پاکستان پخواني سفير، رستم شاه مهمد چي دهغي غونډي د برخه والو له جملي څخه دي، د آلمان غږ راديو ته پرون وويل: «جرګه خپله فيصله کوي، ټولو اړخونو ته يي وړاندي کوي، دا چي څوک يي بيا مني يا يي نه مني بيا د هغو کار دي.»

په دغي غونډي کي د د دواړو اړخونو له خوا 50 کسانو چي په هغوي کي حکومتي چارواکي، د سياسي ګوندونو استازي او قومي مشران ګډون لري، برخه اخيستي ده.