1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کي پر محکمې باندي ترهگر بريد

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پر یوې محکمې باندي په بريد کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر چاودني وروسته وسله واله نښته هم رامنځ ته شوې ده. په پیښه کې یو قاضي هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/1BIb3
انځور: Reuters

د اسلام آباد د پولیسو مشر سکندر حیات د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۳) خبریالانو ته وویل چې په دغي پېښي کي تر۲۰ ډیر کسان ټپیان شوي هم دي. ویل کیږي چې وسله وال کسان د پاکستان پر سیمه ییز وخت سهار شاوخوا نهه بجې د محکمې ودانۍ ته ورننوتل او لاسي بامونه یې وغورځول.

حیات وویل: «دا یو ترهگر عمل وو.» هغه زیاته کړه چې دوو تنو برید کوونکو د محکمې په لوړ پوړ کې د چارواکو په دفترونو کې خپل ځانونه چولي دي. ویل کیږي چې دوو نورو برید کوونکو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده. حیات زیاته کړه: «ټول نور برید کوونکي وتښتیدل خو یو تن یې پر پښه ټپي شوی دی.»

د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي محمد یوسف، رویتز خبري آژانس ته ویلي دي: «د وژل شویو کسانو په ډله کې یو تن پولیس هم شامل دی. موږ دغه راز داسې تایید شوي رپوټونه لرو چې دوه تنه وکیلان هم په پېښه کې وژل شوي دي.»

په برید کې وژل شوی قاضي رفقت اوان نومول شوی دی. په پېښه کي ډېری ټپي شوي کسان د پاکستان د طبي علمو په انستیتیوت کې تر درملني لاندي دي.

د بريد پړه تر اوسه لا کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستې. پاکستاني طالبانو په دې برید کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي طالبانو د يوه یواړخیز یوه میاشتنی اوربند اعلان کړی وو.

د طالبانو له خوا اوربند په داسې حال کې اعلانیږي چې تر دې مخکې د دولت او هغوی تر منځ د سولي خبري اتري ناکامه شوي وې. خبرې تر هغه وروسته بندي شوې چې په یوه برید کې ۲۳ تنو پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو یوه ویاند د دوشنبې تر برید وروسته وویل: «موږ لا وختي له دولت سره یو میاشتنی اوربند اعلان کړی دی او موږ پر خپله ژمنه باندي ولاړ یو.» دا له۲۰۱۱ کال راهیسې په اسلام آباد کې لومړی ترهگر برید دی چې ډیر کسان پکښې وژل کیږي.