1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ نښتې وشوې

۱۳۸۵ اسفند ۲۵, جمعه

د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې د سترې محکمې د دروازې مخې ته د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ نښتې شوي دي. پوليسو له اوښکو بهونکي گاز څخه استفاده کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKF3
د احتجاجونو اصلي علت تېره اونۍ د مشر قاضي افتخار محمد چودري گوښه کول وو(عکس: آرشيف)
د احتجاجونو اصلي علت تېره اونۍ د مشر قاضي افتخار محمد چودري گوښه کول وو(عکس: آرشيف)انځور: AP
د احتجاجونو اصلي علت تېره اونۍ د مشر قاضي افتخار محمد چودري گوښه کول وو. له نوموړي څخه نن له واک څخه د ناوړې استفادې او غلطو کارونو په تور پلټنې وشوې. گڼ شمېر مظاهره کونکي د احتجاجونو په ترڅ کې نيول او بندي شوي دي. يوه ورځ وړاندې د يوې شخصي ټلويزيوني شبکې پروگرام د دغې موضوع د خپرولو په وخت کې قطع شوی و.