1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داودزی د کورنیو چارو وزارت سرپرست شو

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبه

په اسلام آباد کې د کابل سفیر محمد عمر دواودزی، د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توگه وټاکل شو. تر دې مخکې ښاغلي داودزي ویلي وو چې امکان لري هغه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ځان ونوموي.

https://p.dw.com/p/19Zl2
محمد عمر دواودزی
محمد عمر دواودزیانځور: Getty Images/AFP

په اوسني وخت کې هغه په اسلام آباد کې دی چېرته چې هغه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان د سفیر په توگه دنده ترسره کوي. ښاغلي داودزي د ولسمشر کرزي د اداري چارو د رئیس په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

محمد عمر دواودزی تر دې مخکې په ایران کې هم د افغانستان سفیر پاتې شوی دی،
محمد عمر دواودزی تر دې مخکې په ایران کې هم د افغانستان سفیر پاتې شوی دی،انځور: picture-alliance/dpa

د افغان ولسمشر یوه ویاند د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توگه د دواودزې د گومارل کیدو خبر تایید کړی دی. په دې ترتیب به نو داودزی د پارلمان د اعتماد رایې ترلاسه کولو پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توگه کار وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مجتبی پتنگ، ته د ولسي جرگې له خوا د نه اعتماد رایه ورکړل شوی وه او په دې ترتیب سره له دندې گوښه شوی وو. خو ولسمشر کرزي هغه وخت د پارلمان پر دغې پریکړې باندې نیوکه کړې وه او مجتبی پتنگ یې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توگه گومارلی وو. کرزي هغه وخت ویلي وو چې د مجتبې پتنگ د سلب اعتماد کیدو په برخه کې به له سترې محکمې څخه مرسته وغواړي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې کیږي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزی نه شي کولای چې خپل ځان د دریم ځل له پاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ونوموي. هغه څو وارې ټینگار کړی دی چې په راتلونکو ټاکنو کې به د هیڅ یوه نوماند ملاتړ و نه کړي.

ښاغلی داودزی ۵۵ کاله عمر لري او تر دې مخکې د حزب اسلامي ډلې غړی پاتی شوی دی. هغه د ملگرو ملتونو له پاره هم کار کړی دی. داودزي په ډیرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توگه دنده ترسره کړه. د هغه د کاري دورې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې وې. په ۲۰۱۰ کال کې ولسمشر کرزي هغه خبرونه هم تایید کړي ول چې داودزي هغه مهال ایران ته د افغانستان د سفیر په توگه له دغه هیواد څخه پیسې ترلاسه کړې وې. کرزي هغه وخت روښانه کړې وه چې دغه پېسې د ولسمشریز دفتر د چارو د پرمخ بیولو له پاره کارول شوې وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب