1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افريقا کې د لوږې ګواښ جدي دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د افريقا د ښاخ يا شمال ختيځې افريقا په هېوادونو او د افريقا په لويديځ کې ښايي د لوږې کړکېچونه نور هم پسې ډېر شي. د اوکراين جګړې له کبله د خوراکي توکو بيې پسې لوړيږي او بې وزلي هم زياتيږي.

https://p.dw.com/p/4BIda
Hungersnot am Horn von Afrika
انځور: Robert Caputo/Aurora Photos/IMAGO

د نايروبي په يوه ناحيه کې هر سهار د ډوډۍ د يوه کوچني دوکان چلونکي تازه چپاتۍ پخوي. دغه سباناری اوس قيمته شوی دی چې ډېر خلک يې نور د اخيستلو وس هم نه لري. يو پېرېدونکی شکايت کوي چې »د چپاتيو بيه دوه چنده شوې ده. ژوند اوس ډېر ګران شوی دی.«

د کېنيا په پلازمېنه کې د دغې نانوايۍ مشر سامويل موسه دی. د ده سره په دوکان کې څلور تنه کار کوي. د غنمو د اوړو او لمرپرست ګل د غوړو بيې د اوږدې مودې راهيسې پسې جګيږی. خو نوموړی اندېښنه لري چې په اوکراين کې د روسيې د جګړې له کبله به وضعيت نور هم پسې خراب شي. موسه له ډي ډبليو سره په خبرو کې وايي چې »موږ جګړه تعقيبوو، ځکه چې بايد پوه شو چې څه ترسره کيږي. ځينې محصولات چې يې کاروو، له دغو دواړو هېوادونو څخه دي.«

په کېنيا کې تقريبا دريمه برخه وارد شوي غنم له روسيې يا اوکراين څخه دي. په افريقا کې ډېر هېوادونه د کرونا پانديمۍ، د اقليمي کړکېچ، بشري ناورينونو او سياسي او اقتصادي ناکراريو څخه اغېزمن شوي دي. دغه خبره تېرېسا اندرسون کوي چې د اکشن آيد په نوم له نادولتي ټولنې سره د نړيوال اقليمي عدالت په چارو کې کار کوي. اندرسون وايي چې »ميندې اوس د ډوډۍ خوراک ځنډوي، لوږه ګالي، ډېری يې پورونه نه شي ادا کولی، نو کار کوي او ښوونځي نيمګړي پرېږدي.« د هغې په خبره د نړۍ د نورو برخو په نسبت په افريقا کې د بيو لوړېدل زيات محسوسيږي. د هغې په خبره »په زيمبابوې کې د تېلو بيه او همداراز د پخلي له پاره د ګازو بيه له درې چنده هم اوښتې. د مکاروني بيه له دوه چنده پسې اوښتې ده.«

Hungersnot am Horn von Afrika
د لوږې دغه بحران ډېر ماشومان هم ګواښيانځور: Zerihun Sewunet/UNICEF/AP Photo/picture alliance

ډېر هېوادونه د اندرسون په حواله اوس لا د سمبالښت په يوه کړکېچ کې کښېوتلي دي. د هغې په خبره »که بدلون رانه شي، نو د يوې بې مخينې کچې د لوږې ناورين ښايي رامنځ ته شي. په تېره د افريقا په ښاخ کې وضعيت ډېر خراب دی، چېرته چې اوس ۲۰ ميليونه وګړي د دوام لرونکې وچکالۍ له کبله له سختې لوږې کړيږي.«

دغسې ورته د اندېښنې وړ يو اټکل د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (ډبليو اف پي) هم کوي. پېتروک ويلتون چې په سوماليا کې د ډبليو اف پي وياند دی، وايي چې په ختيځه افريقا کې بيې ژر لوړې شوې دي، ځکه چې د خلکو څاروي د منځه ولاړل او حاصلات يې د کلونو اوسط کچې څخه ټيټ ول. ورسره بيا له اوکراين څخه د غنمو واردات هم راکم شول. په سوماليا کې د خوړو د نړيوال پروګرام په حواله يو بشري ناورين د شکل نيولو په حال کې دی. شپږ ميليونه انسانان د خوړو سخته ناډاډمنتيا ګواښي چې ۱،۴ ميليونه ورڅخه ماشومان دي. د کال په نيمايي کې لا ښايي د لوږې يو کړکېچ رامنځ ته شي که مرستندويو ټولنو ته نورې بسپنې او مرستې ونه رسيږي.

مارتينا شيکوفسکي/ن.ص./ا.ا.