1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان او عراق کې د حملو مشري بن لادن کوی

۱۳۸۶ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

د طالبانو يو قوماندان ملا داداله پرون د الجزيرې په ټلويزيون کښې ويلی دی، چې د فبروری په مياشت کې د امريکا د جمهور ريس مرستيال ديک چيني پر ضد په بگرام کې د حملې مشری د القاعدې مشر اوسمه بن لادن کړی وه.

https://p.dw.com/p/DKEb
ديک چيني په کابل کې
ديک چيني په کابل کېانځور: AP

په دغه حمله کې ديک چيني ته څه ضرر ونه رسيد، خو څلورتنه په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پروسږ کال يوی فرانسوي ورځپانې د سعودی عربي امنيتي سرويس په حواله دا خبره کړه وه، چې بن لادن د محرقې ناروغۍ له کبله د افغانستان پاکستان سرحد کې مړ شوی دی.