1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان او پاکستان کې يخي هوا او اورښتونو ۱۱۰کسان وژلي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

په تيرو څو ورځو کې په افغانستان او پاکستان کې واورې ښویدنې، سیلابونو او يخي هوا تر ۱۱۰ زیات کسان وژلي دي. دغه خبر چارواکو د سه شنبې په ورځ ورکړی دی او په خبره یې د خلکو د ژغورنې په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/3WAd4
Afghanistan Winter | Schnee in Kabul | Armut
انځور: DW/G. Adeli

د پاکستاني چارواکو په وینا د واورې او اورښتونو له کبله رامنځ ته شویو پیښو کې په دغه هیواد کې ۷۵ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي. پر دې سربیره د یو شمېر کسانو د لادرکه کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

همداشان افغان چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د درنې واورې او اورښتونو له کبله ۳۹ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ډیر زیان اوښتی دی. د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په دغه سیمه کې ۵۵ کسان وژل شوي او لس لادرکه دي.

همداشان د کشمیر په نیلم دره کې د واورې ښویدنې په پایله کې ۱۹ کسان وژل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هیواد په شمالي غرنۍ سیمه کې ښوونځي تړل شوي او لویې لاري بندي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د اورښتونو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ایالت د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي محمد یونس، یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې د واورې او اورښتونو اړونده قضیو کې په دغه ایالت کې ۱۹کسان وژل شوي دي چې زیاتره يې ماشومان او ښځې دي.

د افغانستان د طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي، ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیات کورونه یا په بشپړه توګه نړیدلي دي او یا ورته جزوي زیان اوښتی دی.

عظیمي، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې: «د یخنۍ څپه، درنه واوره او سخت اورښتونه چې دوې اوونۍ ترمخه پېل شوې، زیانونه رامنځ ته کړي دي.» د هغه په خبره زیاتره مرګ ژوبله د کورونو د چتونو د رالوېدو له کبله رامنځ ته شوې ده چې درنې واورې پوښلي ول.

تر ټولو زیات د کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونه زیانمن شوي دي. د عظیمي په خبره په هرات ولایت کې د ماشومانو په شمول اووه تنه چې د یوې کورنۍ غړي ول د چت د رالوېدو له کبله وژل شوي دي.

سخت ژمی په افغانستان کې زیاتره مهال د خلکو د ژوند په بیه تمامیږي او دغه هیواد له نړیوالې ټولنې څخه د میلیاردونو ډالرو د مرستو پر ترلاسه کولو سربیره لا هم له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دی.