1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان دپوليسو روزنه

۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبه

کله چي جنايي پوليس د يوې پیښي په اړه په کابل کي څارني کوي، نو د پوليسو مامورين د پيښي له ځایه څخه د شخصي لاسي تلفونونو په واسطه عکسونه اخلي او بيا ددغه عکسونو د چاپولو دپاره عکاسخانو ته ورځي...

https://p.dw.com/p/MgK5
د افغاني پوليسو روزل تر ټولو اړين کار دی
د افغاني پوليسو روزل تر ټولو اړين کار دیانځور: AP/Fotomontage:DW

د کابل له ښاره څخه بهر خو پریږده ، چي پخپله د کابل د ښار د پوليسو په د فترونو کي نه پوليسي کمرې شته او نه د فوتو کاپي ماشینونه، او کومي تنخواوي چی پوليسانو ته ورکول کیږی، څه موده دمخه د طالبانو د جنګيالیو د تنخواو په پرتله ډیر کم و او پوليس له ځانه څخه ددفاع دپاره هيڅ ډول لازم عصري وسايل نلري. له همدې کبله په تير کال کی لږ تر لږه 1400 پوليسان د خدمت په وخت کي وژل شوي دي.

نو که تر دغه شرايطو لاندي سړي په افغانستان کی د پوليسود روزني موضوع ته چي مسولیت يي د آلمانانو په غاړه و په تير وکلونو کی یو نظر واچوي، نو ويني چی دغه دنده په بریا سره نده تر سره سوې. د همدې موضوع په هکله دخبر و د پاره د آلمان دننه دچارو وزير تو ماس ديميزير افغانستان ته تللی.

د افغانستان د پوليسو د روزني دپاره د آيرو پول يو مسول چي آندرياز لادويګ نومیږي، په خټه آلمانی دي او ددغه 49 روزونکي دنده داده چي په کابل کي د ترهګرو د ورننوتلو مخنوی وکړي. دغه آلماني دمخه هم په کابل کی او دا دوهم ځل دي چي دی کابل ته د کار دپاره ځي. دی وايي چي که روان حالات سړی د تيرو کلونو سره پرتله کړی، نو ډير ي ښګڼي رامنځ ته شوي دي. خو خبره داده چي د افغانستان پوليس د پوليسي وسايلو له مدرکه ډيري نيمګړتياوي لري.

د پوليسو دپاره نه سک وسايل شته، نه سم دفتر او نه سمي سلاوي. د امنيتي کنترول په کرښو کی پوليسان وايي چی له دوي سره د ګوليو ضد واسکټونو وعده شوي وه خو تر اوسه دوي ته ندی رسيدلي. خو لودويګ وايی، چي دغه خبره په تر یوه حده پوري سمه خبره وي خو بايد وويل سي، چي پوليسو ته ډير وسايل رسيدلی خو بيا وروسته ترتم سوي دي.

د افغانستا ن په پوليسو کي ډیری نيمګړتیاوي شته دي ،د مثال په توګه دبډي اخيستل، يا د رويتر د خبرر سولود آژانس په يوه خبر کي، چي د برطانيي د حکومت د یوه څيړونکي رپوټه څخه اخيستل شوی دی، ويل کیږي، چی د افغانستان د پو ليسو په کړيو کي د نشه يي توکو استعمالول زیات رواج موندلی، او دوی ددې دپاره، چي دغه موده تر لاسه کړي، پخپله په غلاو او نورو نارواو کارونو لاس پوري کوي او په منځني ډول سره په سلو کی شپیته کوم کسان چي د پوليسو دپاره استخدام شوی، وروسته بيرته تښتي، یا وژل کیږي او یا په جرمونو کي د لاس لرلو په تور د پوليسي خدمت څخه شړل کیږي.

نو دآلماني روزنکي لودويګ په عقيده تر څو چي دافغانستنان امنیتي ځواکونه هغه حد ته ورسیږی چي دوي بخپله به هيواد کی سوله او ثبات وساتي ، لږ تر لږه لس کاله به په کاروي.

که څه هم نړیواله ټولنه په تيره بياه هغه هیوادونه چی افغانستان ته يي عسکر استولی غواړی چي ژر تر ژره له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي څو تر اوسه نړیوالی ټولنۍ په افغانستان کي دپوليسو دروزني په لاره کی هسي اوچت او قاطع ګامونه ندی اخيستی چي سړي په قاطع ډول سره ووايي ، ښايی تر دغي مودي پوري به دافغانستان امنیتي ځواکونه وشی کړای په هیواد کي دسولي او ثبات دساتني دنده پخپله په غاړه واخلی او له دغه هیواد ه څخه به دبهرنيو ځواکونو دوتلو دپاره لاره هواره شي.

د پلان له مخي بايد تر 2014 میلا دي کاله پوری په افغانستان کی 134000 پوليسان روزل شوی او دخدمت دپاره چمتو وی خو په دي شرط چي دروزل شوي پوليسو په سلو کي 60 برخه په اصطلا په تلفاتو کي ولاړ نشي . دافغانستان دننه دچارو وزارت په روان وخت کي وايی چي به دغه هيواد کی دروزل شوو پوليسو شمير 96000 څخه تر 98000 پوري اټکل کیږي خو بيا دافغانستان دننه دچارو دوزارت په رپوټ کي دا هم ويل کیږی چي مونږ شميرو ، څومره پوليس په رښتیا سره په خدمت کي دي، څومره دخپلو سلاو سره تښتيدلي ، څومره په نشه يي توکو معتاد شوی او څومره پوليسان بيسواده دي او دنورو عواملو له کبله دپوليسي خدمت دپاره مناسب کسان نشی بلل کيدلاي.

خو تر ټولو لويه لانجه په پوليسو کی دبډي اخيستلو رواج موندل دي ددي کار دمخنوي دپاره په افغانستان د عادی پوليسو تنخواوي دتير کال ددسمبر په مياشت کي د 80 امریکايي ډالرو څخه 200 ډالرو ته لوړ کړاي شو. پخوا به ډیرو پوليسانو شکايت کاو چی ددوي دآمرينو له خوا ددوي ټولی تنخواوي دوي ته نه ورکول کیږی.

نو ددی کار دمخنوی دپاره پوليسانو ته یو کود نمبر وټاکل شو او دوي کولای شوای چي ددغه کود نمبر په واسطه دتلفون له کړکيو څخه خپلي تنخواوي تر لاسه کړی. خو بياهم یو بله لانجه رامنځ ته شوه چي دپوليسو یو قوماندان خپل دافرادو لاسي تلفونونه راټولول او پيسی به يی اخيستلي او که دتلفون غرفي پيسي دغه قوامندان ته نه ورکول نه ورته ګواښ کيډه چي دتلفون غرفي ته به ييٍ اور واچول شي . دبډی اخيستلو په ضد دمبارزي په چوکاټ کي آيرو پول په دی هڅه کي شو چي دغه قوماندان ونیسي خو تر اوسه دغه سړی ندی نیول شوي.

دآلمان حکومت د 2002 ميلادی کال راهيسي دافغانستان دپوليسو به روزنه کی ونده لري په روان وخت کي 190 تنه دپوليسو روزونکی په افغانستان کی خدمت کوی خو دافغانستان دپاره دآلمان دحکومت دنوي ستراتيژي په چوکاټ کي آلمان غواړي دخپلو روزونکو شمير 260 ته زيات کړي.

DPA/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل