1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کورني تاو تريخوالي او د ښځو نا خوال وضعيت

۱۳۸۹ تیر ۲۶, شنبه

په هرات کي د دو ځوانو ښځو د وژل کيدو له يو پيښي څخه وروسته د بشري حقونو خپلواک کميسيون په دغه ولايت کي د پوهي او زدکړي د لوړی کچي سره سره، د ښځو د بشري حقونو وضعيت دردونکي وګانه.

https://p.dw.com/p/ONxR
د کورني تاوتريخوالي سمبول: د کورني کمزوري غړي لکه ماشومان يا ښځي د زورزیاتيو قربانیان دی
د کورني تاوتريخوالي سمبول: د کورني کمزوري غړي لکه ماشومان يا ښځي د زورزیاتيو قربانیان دیانځور: picture-alliance / Lehtikuva

د بشری حقونو دفتراومدني ټولنو فعالين د افغانستان حکومت ګرم وګانه چي تر اوسه پوری نه دي توانيدلي چي د ښځو حقوق، څرنګه چي لازمه ده خوندي وساتي. د هغو سازمانونو د دغی غوښتني موضوع وروسته له هغي توده شوه چي په هرات کي د دو ځوانو ښځو خخه په نا معلومه ووژلی شوی.

د بشر دحقونو خپلواک کميسيون د ميرمنو دڅانګي مشره ثريا دقيقي خبريالانوته وويل: «په کرخ کي د دوه نجونوله وژني سره روان کال کي د هرات په کچه دا پنځمه د ښځو د قصدي وژنو پيښه ده . د تازه پيښي په اړوند د وژل شويونجونو د ورورپه نقل قول دوي له کوره د کومي کليوالي موضوع په غرض وتلي وي ، له يوي شپي نا درک کيدو وروسته يي مړه جسدونه د يوه پله لاندي وموندل شول. پيښه ډير زړه دردونکي وه ، دا نجوني يوه واده کړي 18کلنه ، بله خوريي 14کاله عمر درلود»

په هرات کي د بشرد حقونوخپلواک کميسيون مامورين ، او د مدني ټولنوفعالين د ګڼه ښحو ژوند دانديښني وړبولي. هغوي وايي ورځ په ورځ د کورني تاوترخيوالي پيښي زياتيږي.

د کرخ ولسوال وايي پيښي سره د تړواو په تور د وژل شوي ښځو د يوي خاوند او ليور يعني د ميړه وروريي نيولي شوي او دا مهال ترتحيفيق لاندي دي.

د ټولنيزه چارو يوشميرکار پوهان وايي چي ګواکي کورنيوکي تاوتريخوالي اوورته ټولنيزه ستونزی لکه بيسوادي، نا پوهي يا د پوهي د کچي کموالي د داسي پيښو لامل ګرځي. خو برخلاف هرات دافغانستان په کچه يوله هغو ولاياتوڅخه دي چي د وګړو يوه لويه فيصدي يي د ښځو په شمول د پوهي او زده کړي سويه لوړه ده. د حيٍرانتیا خبره خو دا ده چی دغسي پيښي په هغو سيموکي رامنځ ته کيږي چه وګړي يي ښاري پرمختللي ژوند سره پيژند ګلوي لري.

د دي پوښتني په ځواب کي چي ولي د مدني او کلتور له لحاظه په پرمختتلي ولايت، لکه هرات کي د ښځو پر ضد د ناوړه چلندونو کچه لوړه ده او يا مخ پر زياتيدو ده، د ټولنيزو چاروکار پوه رحيمه حليمي د آلمان غږ راډيو ته وويل: « په کورنيوکي جبري ودونه يي يولامل دي. او بل داچه اوس ټولني فرق کړي نوي نسل نوي غوښتني لري خو د کور ني د مشرانوله خوا دا حق کشرانو ته نه ورکول کيږي. مشران کشرانو ته په کښته سترګه ګوري. »

د بشرد حقونواداره وايي تيرهجري لمريږکال کي په دغه ولايت کي نوموړی اداری سره په قصدي توګه د ښځو د وژلو 5 پيښي ورسره ثبت دي.».

دعامي روغتيا مامورين بيا وايي د کال له سره تراوسه 40 ميرمني دځان سوځوني له کبله روغتون ته راغلي. د هغو په جمله کي ‍18 ښځي په ورته پيښو کي له ټپيدو کيدو وروسته مړي شوي دي.»

د مدني او د بشري ټولني فعالين حکومت ګرم ګڼي چي په قضايي او عدلي ارګانونو کي د کمزورتيا له امله نه دي توانيدلي چي د ښځو پر ضد د زور زياتيو مخه ونيسي.

شريف شرفيار

کتونکي: عبدالباري حکيم