1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بايد په روان پوځي ستراتيژي باندي نوی نظر وشي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

په روان وخت کی څه نه څه 4000 آلمانی عسکر په افغانستان کی ځاي به ځای دی. او ددوي دنده په دغه هیواد کی داده چی هلته دسولي او ثبات په لاره کی خپله ونده تر سره کړی .

https://p.dw.com/p/Hfmi
د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزیر پتر شتروکانځور: AP

خو حقیقت دادی چی به دغه هیواد کی څه چي نشته هغه سوله او ثبات دی.

تر اوسه په افغانستان کی 31 تنه آلمانی عسکر وژل شوی او ډیر شمير نو ر عسکر چی له دغه هیواده څخه بیرته آلمان ته راغلی هغوی په روحی ناروغیو اخته دی.

خو دا چی بياهم د آلمانی عسکرو موجوديت په افغانستان کی ضروری ښکاري او که نه په دی هکله د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزیر او د دغه هیواد په اتحادي پارلمان کی دسوسيال ډیموکرات دګوند دپارلماني ډلی مشر پتر شتروک وايي چي په افغانستان کي بايد په روان پوځي ستراتيژي باندي نوی نظر وشي.

پتر شتروک دغه خبره پرون ماښام په يوه تلوزیونی مرکه کی کوي او وايی چی دا کار به په نژدی راتلونکی کی کيدونکی وی . او ځما په نظر که چيری داسی فکر وشي چی مونږ به وشو کړاي دافغانستان لانجه دپوځي لاری څخه حل کړواو په دغه هیوا د کی به يو حکومت زمونږ په خوښه جوړیږی، دابه تش يو خيالی تصور وی . افغانستان ته نړيوال سوله ساتونکی ځواکونه ددي هدف دپاره لیږل شوی چي هلته سوله او ثبات تامین کړی ، داسی سوله اوثبات چي افغانان يي پخپله غواړی .

JAHRESRÜCKBLICK 2003 JUNI DEUTSCHLAND AFGHANISTAN BUNDESWEHR
انځور: AP

دالمان ددفاعي چارود پخواني وزير او ددغه هیواد په اتحادی پارلمان کی دسوسيال ډیموکراتانو د ډلي دمشر پتر شتروک په عقیده که چيری په نژدی راتلونکی آلماني عسکر له افغانستان څخه وایستل شي نو دا به زمونږ دپاره يوه ناکامی وی:

له افغانستانه څخه د آلمانی عسکرو بیوخته وتل زمونږ دناکامي مانا لري . او شتروک په عقيده ښايی آلمانی عسکر به لږ تر لږه لس کاله په افغانستان کی پاتي وی .

پتر شتروک دآلمانی تلوزيون سره په مرکه کی دافغانستان داوسني ولسمشر حامد کرځي په هکله وايی چی زه له دی امله خپله مایوسي ښه يم چي کرځي په دی ندی بريالی شوی چي دولس اغتماد وګټي . او په دغه هیواد کی دبډی اخيستلو او اختلاس سره مبارزه نده شوي . او له همدي امله په افغانستان کی د ولس مشر حامد کرځي د حکومت حاکميت د کابل په ښار کی محدود پاتي دی.

کله چي د پتر شتروک څخه ړدا بوښتنه کیږي چی که چيری له آلمان څخه دا غوښتنه وشی چی افغانستان ته دی نور زیات عسکر او پوځی مهمات واستول شی دده دريځ به څه وی په ځواب کی وايی چی :

مونږ به داغوښتنه په ژوره توګه وڅيړو ، خو سمدستي سړي دي پو ښتنۍ ته دهو ځواب نشی ویلاي.

د پتر شتروک په عقیده داچی په آلمان کی زياتره عامه افکارپه افغانستان کی دآلماني عسکرو دموجودیت سره مخالف دی يو اساسي علت يی دادي چی دآلمان لمړې وزيره انګيلا مرکل په دی هکله دعامه افکارو دروښانه کولو دپاره زیات اشتهر ندی کړی.

بايد عامه خلکو ته دا روښانه کړای شی چي ولی آلمانی عسکر افغانستان ته استول شوی او آيا داکار ددي ارزښت لری چی زمونږ عسکر په دغه هیواد کی خپل ژوند دخطر سره مخامخ کړی ؟

شتروک په افغانستان کی دامريکايانو په هغه پوځي ستراتیژي باندی هم نیوکی کوی چی دوی تر اوسه په افغانستان چلولي . په تيره ددوي بمباري زیاتره دمخالفينو په ګټه تمام شوی او بيا شتروک وايی چی دامریکی دمتحده ایالتونو نوی حکومت دامساله درک کړی چی بمباري په افغانستان کی هيڅ ګټه نلری.