1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي به خپل استخبارات پياوړي کو»

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چې پر بهرنیو ځواکونو باندي د افغان سرتیرو له خوا د يرغلونو د مخنیوي په هدف به په افغانستان کې د خپلو استخباراتي کارکوونکو شمیر زيات کړي.

https://p.dw.com/p/15pjb
انځور: picture-alliance/Landov

په روان کال کې ۳۷ بهرني سرتیري په دغه شان يرغلونو کې چې ورته ( attacksBlue on green) هم وایي وژل شوي دي. يوازي د تیري جمعې په ورځ د دغه ډول يرغلونو په نتيجه کې شپږ امریکایي سرتيري ووژل شول.

د تيري جمعې په ورځ دوې دغه ډول پېښي رامنځ ته شوې چې په یوه کې ئې د افغان پولیسو یوه سیمه ییز قوماندان درې تنه امریکایان خپل کور ته د روژه مات له پاره ور بللي ول او بیا ئې هغوی ووژل.

د امریکا د د دفاع وزیر لیون پنیتا، ویلي دي، چې هغه دغه ډول يرغلونو ډیر اندیښمن کړی دئ، ځکه چې د هغه په اند د دغه شان يرغلونو له کبله لومړی امریکایي سرتیري وژل کیږي او دوهم، کیدای شي د هغوی او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ اعتماد له منځه ولاړ شي.

د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندي يرغلونه د دوی تر منځ د اعتماد فضا خرابه کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې د پلان له مخي باید نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان سرتیرو ته وسپاري.

د امریکا متحده ایالاتو یوه پوځي چارواکوي جنرال مارتین دیمپسي، په یوه خبري کنفرانس کې ويلي دي، چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو استخباراتي ځواکونو شمیره لوړه کړي.

د هغه په خبره په عین حال کې افغان ځواکونو هم خپل استخباراتي فعالیتونه ډیر کړي دي، چې په ترڅ کې ئې تر اوسه پوري په سوو داسي سرتیري له خپلو دندو گوښه شوي دي، چې ورباندي د تاوتريخوالي د را منځ ته کېدو گومان کېدی.

د ۲۰۱۲ کال له پیل راهیسي دغه شان ۲۹ يرغلونه ترسره سوي دي، چې په نتيجه کې ئې ۳۷ بهرني سرتیري وژل شوي دي. د وژل شوو سرتیرو په ډله کې ۲۱ تنه امریکایي سرتیري شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۱ کال کې ۱۶ دغه شان يرغلونه تر سره شوي ول چې په پایله کې ئې ۲۸ کسان وژل شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل