1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بيا د انساني قاچاقبرو بازار تود دئ

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

په افغانستان کي يو وار بيا د انسانانو د قاچاقچيان بازار تود سوئ. د ۲۰۱۴ کال تر پايه د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو اعلان ډيری افغانان اندېښمن کړي او په دې تلاښ کي دي د هيواد څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/13LwN
اروپا ته د تلو په تمه
اروپا ته د تلو په تمهانځور: Gaia Anderson

ډير شمير عادي افغانان چمتو دي، چي قاچاقچيانو ته تر ۱۳۰۰۰ يورو ورکړي او د ډيرو اوږدو او خطرناکو لارو څخه ځان اروپا ته ورسوي.

اروپا ته د رسيدو له پاره بايد دغه کسان په لاريو کي پټ شي، بايد له غرونو په پښو تير شي او يا هم سيندونه په کوچنيو بادي کښتيو کي شا ته پريږدي.

د کابل په شهزاده سرای کي يو تن، چي ځان شميم او د لوگرولايت اوسيدونکی ښيي، وايي چي د درو مياشتو را په دې خوا يې قاچاقبر ته پيسې ورکړي تر څو دی ترکيې ته ورسوي.

«په لوګر کي ژوند ډير خراب دئ. امنيتي وضعيت د هري ورځي په تيريدو سره خرابيږي. کارهم نشته. موږ خو آن نه شو کولای چي په آزاده توګه وګرځو. دلته کومه روښانه راتلونکې نه شته.»

اروپا ته د تلو په تمه
اروپا ته د تلو په تمهانځور: Gaia Anderson

شميم زياتوي چي که په لوګر کي څوک د دولت له پاره کار وکړي او د طالبانو لخوا ونيول شي نو هغه وژل کيږي. هغه وايي چي طالبانو د هغه يو ملګر د مرګ تر حده دولت ته د کار کولو په جرم وهلی وو.

اوس په زرګونو افغان هڅه کوي چي مخکي تر دي چي بهرني ځواکونه، افغانستان پريږدي، له هيواد څخه دباندي ځان ته ژوند جوړ کړي.

د افغانستان د ګډوالو وزارت وايي، چي په وروستيو کلونو کي د هغو افغانانو په شمير کي چي خپل هيوادونه پريږدي ډيروالی راغلی دئ. دا په داسي حال کي ده، چي د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداري UNHCR هم ويلي دي چي په ۲۰۱۰ کال کي د بل هر هيواد په پرتله له افغانستان څخه ډير کسان نورو هيواونو ته کډوال شوي دي.

د دغي اداري پر وينا اوس مهال دري ميليونه افغانان د نړۍ په ۷۵ هيواونو کي د کډوالو په توګه ژوند کوي.

يو افغان چي د شهزاده په مارکيټ کي په کاروبار بوخت دي او د نوم د نه بربنډيدو په شرط خبري کوي وايي چي که څوک غواړي ترکيي ته لاړ شي نو يوازي ۴۰۰۰ يورو بايد ورکړي خو که يو کس غواړي د روسيي او اوکراين له لاري اروپا ته ورسيږي بايد ۱۳۰۰۰ يورو مصرف کړي.

دغه کس زياتوي چي که څوک قاچاقچي ته لږ پيسې ورکړي نو بايد له خطرناکو لارو او په خرابو شرايطو کي له افغانستان څخه ووزي.

ډيری مړي تر اوږده ځنډ وروسته د خپلو ملگرو له خوا خاورو ته سپارل کيږي
ډيری مړي تر اوږده ځنډ وروسته د خپلو ملگرو له خوا خاورو ته سپارل کيږيانځور: AP

هغه وايي چي ځيني کسان لومړی ايران بيا ترکيې ورپسې يونان او په اخر کي ځان يو بل اروپايي هيواد ته رسوي.

اروپا ته د رسيدو دغه سفر کيدای سي چي، د مياشتو څخه ترکلونو وخت نيسي. ځيني کسان خو بيا هيڅ کله خپل هدف ته نه رسيږي. دغه کسان په لاره کي يا خو د پوليسو لخوا نيول کيږي او يا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو د لاري سختوالي د هغو کسانو مخه نه شي نيولاي چي غواړي له افغانستان څخه ووځي. حميدالله چي تازه د ترکيي د پوليسو لخوا بيرته افغانستان ته استول شوي دي وايي:

«ما څه نا څه ۱۰۰۰۰ ډالره مصرف کړل خو پوليسو بيرته افغانستان ته واستولم. که پوليس وويني چي ګډوال غواړي د هغوئ د هيواد له لاري په قاچاقي توګه ځان اروپا ته ورسوي نو پر هغوئ ډزي کوي او وژني يې.»

حميدالله زياتوي چي په لار کي يې د داسي کسانو مړي ليدلي چي د پوليسو لخوا ويشتل شوي او بيا په مياشتو مياشتو په سيمه کي پاته شوي. خو هغه پر دې ټولو سربيره زياتوي چي اوس غواړي پيسي پور کړي او اروپا بیا اروپا ته د تلو هڅه وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل