1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي دچټکو عملیاتو دمسؤليت بدليدل

۱۳۸۷ خرداد ۱۰, جمعه

څنګه چی دآلمان ددفاعی چارو وزير فرانس ژوزف يونګ

https://p.dw.com/p/E9ot
په افغانستان کښي د جرمني عسکر
په افغانستان کښي د جرمني عسکرانځور: AP

، دهمدی اونۍ په پيل کی ويلي وه ، چی آلمانی عسکر به دغه وظيفه په شمال کی ترسره کوی که څه هم دچټکو عملیاتو دواحد QRD وظيفه بيا په ټول افغانستان کی ده .

سمدستی د Quick reaction Force یا دچټکو عملياتو دواحددچارو دپاره دمزار شريف دمر مر په هډه کی دتياريو نیول پیل سو ي د ي . دچټکو عملیاتو د واحد ددرستيز وال دفتر به په مزار شريف کی دمرمر به کمپ يا هډه کی وی . معمولا داقاعده ده چی مخکينۍ قوماندانۍ به ددغه پوځي واحد دځای مساله او نور تخنيکي چاری تنظيموی . جګړن يواخيم اس ددغه پوځۍ واحد دلوژيستیکی چارو دسمولو مسولیت په غاړه لری .

د چټک پوځی واحد يا Quick Reacktion Force په ډله کی به سر دجولای دمياشتی څخه 205 تنه آلمانی عسکر دغه وظيفه پر غاړه واخلی . آلمانی بريدګی پتر وی به ددغه واحد دعملیاتی چارو مسول وی . دی دافغانستان دشرايطو سره مخکی دمخه آشنا سوی او دغه نوې دنده دده دپاره په اصطلاح يو نوی چلنج بلل کیږی .

دا يوه نوې اضافی دنده بلل کيږی چی بايد دهغه دترسره کولو په لاره کی دډير پام ، تحرک او تدبير څخه کار واخيستل سی . د يوې خوا به زموږ دګزمې وظيفې ډيريږی ، او د بلي خوابه موږديوه ځاي څخه و بل ځای ته دعسکرو داستولو چاری هم داړتيا په صورت کی سرته رسوو ، نه يواځی خپل عسکر بلکه دنورو عسکرو په ليږلو کی هم ونډه اخلو . کله که دوی يو چيري دخطر سره مخامخ وی، کيدای سی چی په دی برخه کی مونږ د افغانی عسکرو سره هم ګډ کار وکو . يا دمخالفينو پر ضد په عملياتو کی ونډه واخلو . خو ددغه ټولو کارو سره سره بياهم بايد وويل شی چی په افغانستان کی ، دا چی آلمانی عسکردچټکو عملياتودنده هم په راتلونکی کی پر غاړه اخلی ، ددوی په عمومی پوځی طرحه کی دا کار دکوم بدلون مانا نه ورکوی .