1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آذربايجان يوې الوتکي سقوط کړی

۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

د آذربايجان رسنيو د دغه هيواد د چارواکو له قوله لیکلي دي چي د «Silk Way» شرکت يوه الوتکه په افغانستان کي رالوېدلې او ۷ کسان پکښې وژل سوي دي. د پيښي علت تر اوسه پوري روښانه نه دئ.

https://p.dw.com/p/1IqI0
انځور: Picture-Alliance/dpa

د آذربايجان انترفکس خبري آژانس د دغه هيواد د چارواکو په حواله لیکي چي د پيښي علت تر اوسه پوري لا روښانه نه دئ او دا چي څومره کسان پکښې وژل سوي او د کومو هيوادونو دي هم معلومه نه ده.

د راپورونو له مخي د دغي الوتکي د رالوېدو په پېښه کي ۷ کسان وژل سوي او دوه نور سخت ټپیان سوي هم دي.

تر دې دمخه د آذربايجان د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي ول چي د چهارشنبې په ورځ ماښام له «دوير» هوايي ډگره تر الوتني لږ وروسته دغه چارتر الوتکه چي نړيواله خدمه ئې لرله رالوېدلې ده.

ويل کيږي چي دوير هوايي ډگر د هلمند په گرمسير ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو اډه وه.

د الوتکي خدمه درې تنه اوکراينيان، پنځه آذربايجانيان او کپيتان ئې د ازبکستان هيواد وگړی وو.

دغه الوتکه له «Silk Way» هوايي شرکت څخه په افغانستان کي د داخلي پروازونو له پاره په کرايه نيول سوې وه. دا چي الوتکه څرنگه او ولي رالوېدلې ده تر اوسه ئې په اړه معلومات نه سته.